Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

مزارشریف ښار کې د یوه سړک قیر کولو چارې پیل شوې

مزارشریف (پژواک، ۲۵ چنګاښ ۱۴۰۳): د بلخ ولایت مرکز مزارشریف ښار کې د ۴۳ میلیون افغانیو په لګښت د څه باندې یو کیلومتر سړک قیر کولو چارې پیل شوې.

د دې پروژې د پرانیستې په مراسمو کې د مزارشریف ښاروال محمدکاظم طارق وویل چې نن د مزارشریف ښار د لومړۍ ناحیې اړوند جمعه اڅک د یوه کیلومتر سړک قیر کولو چارې پيل شوې.

نوموړي زیاته کړه چې دغه سړک د ۴۳ میلیون افغانیو په لګښت د ښاروالۍ له پراختیایي بودجې قیر کېږي.

هغه دغه راز وویل، روان کال ښاروالۍ پلان لري چې مزارشریف ښار کې ۴۳ بېلابېلې رغنیزې پروژې پیل کړي.

په همدې حال د مزارشریف ښاروالۍ سکټوري رییس جاوید مایار وایي، دغه سړک ۱۲۵۰ متره اوږدوالی او ۷ متره پلنوالی لري چې په راتلونکې یوه میاشتې کې به یې د قیراچونې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، د دغه سړک د جوړولو پروژه کې ۱۵ مسلکي او ۶۰ غیرمسلکي کسانو ته کاري فرصتونه برابر شوي.

بلخوا، د یادې سیمې خلک د دغه سړک جوړېدو ته خوښ دي.

د جمعه اڅک سیمې یو اوسېدونکی محمدیاسین وایي، خوشاله دی چې له ډېرې مودې وروسته د دغه سړک د جوړېدو چارې پیل شوې.

هغه وايي چې دغه سړک پخوا خامه و، څه مودې مخکې پرې جغل واچول شو او اوس یې د قير کولو چارې پيل شوې.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.