Language

پر یوه موټرسایکل له دوو د ډېرو کسانو پر سپرېدو بندیز ولګېد

کابل (پژواک، ۲۵ چنګاښ ۱۴۰۳): د ترافیکو عمومي ریاست پر یوه موټرسایکل له دوو د ډېرو کسانو پر سپرېدو بندیز لګولی او ویلي یې دي چې موټرسایکل‌چلوونکي باید اسناد، لایسنس او محافظتي خولۍ ولري.

د ترافیک پولیسو عمومي ریاست نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د موټرسایکلونو اسناد باید باقي نه وي او دغه راز ټول موټرسایکل باید اسناد او پلېټ ولري.

دغه ریاست زیاته کړې، پر یوه موټرسایکل باید له دوو ډېر کسان سپاره نه شي او چلوونکي باید د موټرسایکل چلولو پر مهال محافظتي خولۍ ولري.

سرچینې ویلي، ټول موټرسایکل‌چلوونکي باید لایسنس ولري او پر واټونو د ترافیکو قانون خلاف په چپه لاس باید حرکت ونه کړي.

د ترافیکو ریاست له کورنیو غوښتي چې خپلو ماشومانو ته باید د موټرسایکل چلولو اجازه ورنه کړي او له هېوادوالو یې غوښتي چې پورتني یاد موارد په جدي ډول عملي کړي، پرته له دې به له قانوني چلند سره مخ شي.