ګردېز (پژواک، ۲۶ چنګاښ ۱۴۰۳): د پکتیا د ورزش برخې مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د ۵۰ لوبغاړو ترمنځ د غېږنیونې سیالۍ ترسره شوې.
د پکتیا د بدنې روزنې او ورزش ریاست د سیمهییزو لوبو مدیر عبدالوکیل انوري پژواک ته وویل چې نن د دغه ولایت د مرکز اړوند تېرې سیمه کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د غېږنیونې یو ورځنۍ سیالۍ ترسره شوې.
هغه زیاته کړه چې دغه سیالۍ د دودیزو او سیمهییزو لوبو د ودې په موخه جوړې شوې وې.
نوموړی وايي چې دغه سیالۍ د وزن په څلورو ګټکوریو کې ترسره شوې.
دغه راز یوه لوبغاړي عزتالله پژواک ته وویل چې دا ډول سیالۍ د ورزشکارانو لپاره ډېرې مهمې دي.
هغه زیاته کړه چې دغه شان سیالۍ کولای شي د یوه ورزشکار وړتیاوې او تجربې ډېرې کړي.
د یادو سیالیو یو شمېر نورو لوبغاړو له حکومتي مسوولینو غوښتنه وکړه چې په مرکز ګردېز کې دې ورته معیاري لوبغالی جوړ کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP