جلالاباد (پژواک، ۲۶ چنګاښ ۱۴۰۳): د ننګرهار د مرستيال والي په مشرۍ د تېرې ورځې له سېلابځپلو سره د مرستو په موخه د کورنيو او بهرنيو مرستندويه ادارو له مسوولینو سره بېړنۍ غونډه وشوه.
د ننګرهار ولایت مقام مطبوعاتي دفتر د چنګاښ په ۲۶مه پژواک خبري اژانس ته رالېږلې خبرپاڼه کې ویلي چې په دې غونډه کې د ولایت مرستيال مولوي سعیداحمد بنوري د ځاني او مالي زيانونو او ترسره شوو اجرااتو په اړه معلومات شريک کړل او له مرستندويه ادارو يې وغوښتل څو د قربانيانو له کورنيو سره په ټولو برخو کې اړينې مرستې وکړي.
نوموړي په بېړنيو حالاتو کې د مرستندويه ادارو د کار او فعاليت ستاينه وکړه او زياته يې کړه چې وروستۍ پېښې ډېر زيانونه اړولي او بايد په ټولو برخو کې ورته لازمه پاملرنه وشي.
د ننګرهار عامې روغتيا رييس مولوي امينالله شريف وويل، حوزوي، فاطمةالزهرا او نورو دولتي روغتونونو ته د ۳۳ جسدونه او ۳۵۰ ټپیان وروړل شوي چې اوسمهال ۱۵۰ ټپیان تر درملنې لاندې دي.
نوموړي د عامې روغتيا رياست د چمتووالي ډاډ ورکړ او له مرستندويه ادارو يې په يو شمېر برخو کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
په دې ناسته کې د مرستندویه ادارو مسوولینو او استازو د مرستو ژمنه وکړه.
د یادونې ده، پرون مازدیګر مهال د ننګرهار په مرکز او سرهرود او ځینو نورو ولسوالیو :ې شدیدو بارانونو، توپان او سېلابونو خلکو ته درانه مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP