Language

بغلان کې ترافیکي پېښه؛ ۱۷ کسان مړه او شاوخوا ۳۵ نور ټپيان شوي

پلخمري (پژواک، ۲۶ چنګاښ ۱۴۰۳): د بغلان د ترافیکو مدیریت مسوولین وايي چې د دغه ولایت په خنجان ولسوالۍ کې د یوه ۵۸۰ بس موټر چپه کېدو له امله ۱۷ کسان مړه او شاوخوا ۳۵ نور ټپیان شوي دي.

د بغلان د ترافیکو مدیر قاري نذیرالله عابدي پژواک خبري اژانس ته وویل، نن سهار د خنجان ولسوالۍ اړوند د شمالي سالنګ په ملخانو سیمه کې یو ۵۸۰ بس موټر له سړکه وتلی او ژورې درې ته لوېدلی چې له امله یې د دوو ماشومانو او دوو مېرمنو په ګډون ۱۷ کسان مړه او شاوخوا ۳۵ نور ټپیان شوي دي.

هغه وایي، پېښه په موټر کې د تخنیکي ستونزې له امله شوې او ټپیان پر وخت ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي.

د یادونې ده، درې ورځې مخکې هم په بغلان کې د یوې ترافیکې پېښې له امله لسو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې وه.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.