ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چین د کډوالو له وزارت سره د ۴۰ میلیون یوان په ارزښت د موټرو او نورو توکو مرسته وکړه

چین د کډوالو له وزارت سره د ۴۰ میلیون یوان په ارزښت د موټرو او نورو توکو مرسته وکړه

author avatar
16 Jul 2024 - 17:07
چین د کډوالو له وزارت سره د ۴۰ میلیون یوان په ارزښت د موټرو او نورو توکو مرسته وکړه
author avatar
16 Jul 2024 - 17:07

کابل (پژواک، ۲۶ چنګاښ ۱۴۰۳): چین د ۴۰ میلیون یوان په ارزښت د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ته بېلابېل ډول موټر او نور توکي ورکړي او دا د هغې ۱۰۰ میلیون مرستې برخه ده چې ژمنه یې کړې وه.

د دغو مرستو د تسلیمۍ هوکړه‌لیک نن په یوه ناسته کې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست خلیل‌الرحمن حقاني او په کابل کې د چین سفیر جاوشنیګ ترمنځ لاسلیک شو.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي چې په کابل کې د چین سفیر د تېر کال په سلواغه کې د دغه وزارت سرپرست ته داخلي بې‌ځایه شوو او بېرته راستنېدونکو لپاره د سل میلیون یوان مرستې ژمنه کړې وه.

دغه وزارت څرګنده کړه، له هغه وروسته یو پروپوزل برابر شو، په کابل کې د چین سفارت ته ورکړل شو او د هغه په تعقیب د دغه هېواد لومړۍ مرسته افغانستان ته راورسېدې.

د دغه وزارت په خبره، په دې مرستو کې ۸۰ ډوله بېلابېل موټر، لکه  ۱۵ ټانکر لرونکي، ۲۰ امبولانسونه، ۲۰ لوی باروړونکي موټر او ۲۵ پیکپ شامل دي.

دغه‌راز پّ دغو مرستو کې شپږ زره کوچنۍ او لویې خېمې او پنځه زره او ۲۰۰ کمپلې هم شامل دي.

ورته مهال، خلیل‌الرحمن حقاني په دې ناسته کې له چین څخه د مرستو له امله مننه وکړه، د هغو د دوام او ډېرېدو غوښتنه یې وکړه.

د هغه په خبره، افغانستان جګړو، کډوالۍ او طبیعي پېښو ځپلی او په میراث ور پاتې دی.

نوموړی له ټولو هېوادونو غواړي څو د چین په څېر چې په سختو شرایطو کې یې له افغانستان سره مرسته وکړه، له دغه هېواد سره مرسته وکړي.

بلخوا، په کابل کې د چین سفیر جاوشنیګ په دې ناسته کې وویل، افغانستان د تېرو جګړو او طبیعي پېښو له امله سخت ځپل شوی او دغه کار لامل شوي څو افغانان خپل کورونه پرېږدي.

هغه وویل چې ډېرو کډوال د بېرته راستنېدو پر مهال له ګڼو ستونزو لکه د لومړنیو توکو له کمښت سره مخ وو.

د هغه په خبره، د چین دولت له کډوالو سره د مرستو په موخه تصمیم ونیو څو له افغانستان سره د ۱۰۰ میلیون یوان په ارزښت بشري مرستې وکړي چې د دغو مرستو لومړنۍ جوپه د ۴۰ میلیون یوان په ارزښت کابل ته راورسېده او د کډوالو چارو وزارت ته ورکړل شوه.

هغه وویل: «که څه هم نیمګړتیاوې شته، موږ هیله‌من یو چې دا مرستې تر یوه بریده افغانستان ته د بېرته راستنېدونکو ستونزې حل کړي.»

شنیګ وویل چې دا مرسته د افغانستان له خلکو سره د چین د خلکو د احساساتو منعکسوونکې ده چې د نوو راغلو کډوالو د ځای پر ځای کولو برخه کې به لوی رول ولري.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي معین مولوي عبدالرحمن راشد وویل چې دا مرستې به په ولایتونو، زونونو او هغو سرحدونو کې چې له هغو ډېر کډوال راځي توزیع شي.

نوموړي زیاته کړه چې دا مرسته د چین لومړۍ برخه وه او نوره مرسته به هم وشي.

ده د هېواد لپاره پر ډېرو مرستو ټينګار وکړ او له ټولو هېوادونو غواړي څو له کډوالو سره مرسته وکړي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.