ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کونړ کې سېلاب‌ځپلې کورنۍ د بېړنیو مرستو غوښته کوي

کونړ کې سېلاب‌ځپلې کورنۍ د بېړنیو مرستو غوښته کوي

author avatar
16 Jul 2024 - 16:48
کونړ کې سېلاب‌ځپلې کورنۍ د بېړنیو مرستو غوښته کوي
author avatar
16 Jul 2024 - 16:48

اسعداباد (پژواک، ۲۶ چنګاښ ۱۴۰۳): کونړ کې د تېرې ورځې سېلابونو له امله زیانمنې شوې کورنۍ له حکومت او مرستندویه ادارو د بېړنیو مرستو غوښتنه کوي.

د کونړ ولایت یو شمېر هغه اوسېدونکي چې د تېرې ورځ په سېلابونو کې زیانمن شوي، شکایت کوي چې د کورنۍ غړي یې له لاسه ورکړي، کورونه یې ویجاړ شوي او سخت مالي زیان یې لیدلی دی.

د اسعداباد ښار د څاګي سیمې اوسېدونکی منهاج‌الدین چې سېلاب یې کور ویجاړ کړی وايي، د سرپناه سربېره اړینو بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

هغه وویل: «د سېلاب له امله مې د کور ډېره برخه ویجاړه شوې، شته توکي مو اوبو لاهو کړي، سرپناه لپاره هیڅ هم نه‌لرم، زما غوښتنه ده چې حکومت او مرستندویه ادارې راته سرپناه برابره کړي او اړینې مرستې راسره وکړي.»

ورته مهال، د وټه‌پور ولسوالۍ اړوند د قمچۍ سیمې یو اوسېدونکی او قومي مشر عبیدالله وایي، د سېلابونو او شدیدو ورښتونو له امله یې کروندې، کښتونه او سربندونه زیانمن شوي دي.

هغه وویل: «زموږ کرنیزې ځمکې، شنه فصلونه او سربندونه د ډېرو اوبو له امله تخریب شوي او ترڅنک مو سیمې ته تللې لار هم ویجاړه شوې ده.»

ورته مهال، په دغه ولایت کې پېښو ته د رسېدو او چمتووالي ادارې مسوولین وایي، د تېرې ورځې سېلابونو له امله په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې پنځه کسان مړه شوي، د استوګنې ۵۰ کورونه، ۴۰۵ کیلومتره لویې او فرعي لارې، سلګونه جریب کرنیزه ځمکه، سربندونه او ویالې تخریب شوي دي.

د یادې ادارې د اړیکو او انسجام مدیر عزت‌الله کریمي وایي: «زموږ د ترلاسه شوو معلوماتو له‌ مخې، په مرکز اسعداباد کې دوه ماشومان، یوه مېرمن او یو سړی او دغه راز په اسمار ولسوالي کې یوه بله مېرمن مړه شوي او د دې ترڅنګ یې خلکو ته درانه مالي زیانونه هم اړولي دي.»

نوموړی زیاتوي چې له بېلابېلو همکارو ادارو سره په ګډه یې سېلاب‌ځپلو سیمو ته کاري ډلې استولې او د اوښتو زیانونو کچې له معلومولو وروسته به ورسره اړینې مرستې وکړي.

د یادونې ده، له دې مخکې هم په دغه ولایت کې د موسمي ورښتونو له امله سېلابونه راوتلي چې خلکو ته یې د سر زیان ترڅنګ درانه مالي زیانونه اړولي دي.

Views: 11

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.