ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل ښار کې سبا د پاسپورټونو د وېش درې نوې څانګې فعالېږي

کابل ښار کې سبا د پاسپورټونو د وېش درې نوې څانګې فعالېږي

author avatar
16 Jul 2024 - 16:46
کابل ښار کې سبا د پاسپورټونو د وېش درې نوې څانګې فعالېږي
author avatar
16 Jul 2024 - 16:46

کابل (پژواک، ۲۶ چنګاښ ۱۴۰۳): د پاسپورټ عمومي ریاست وايي، د پاسپورټونو د وېش برخه کې د موجوده ظرفیت لوړولو په موخه سبا د کابل ښار په دارالامان، قلعه‌زمان خان او تنګي تره‌خېل ساحو کې د پاسپورټ د وېش درې نوې څانګې پرانیزي.

د پاسپورټ رییس مولوي عبدالکریم حسیب نن په کابل کې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې یوې خبري غونډې ته وویل، یاد ریاست د مرکز کابل په ګډون په ۳۴ ولایتونو کې د پاسپورټونو د وېش ظرفیت په ورځني ډول تر ۱۲ زره پورې لوړ کړی دی.

دی وايي، د پاسپورټونو د وېش برخه کې د موجوده ظرفیت لوړولو لپاره د کابل په بېلابېلو سیمو کې درې نوې څانګې کار ته چمتو او سبا چهارشنبې به رسماً پرانیستل شي چې لومړۍ څانګه په دارالامان کې پخواني پارلمان ته څېرمه، دویمه په قلعه‌زمان خان کې د شاداب ظفر بلاکونو او درېیمه په تنګي تره‌خېل کې د عدلیې وزارت د حقوقو ریاست په پخوانۍ ودانۍ کې موقعیت لري.

هغه زیاته کړه، هره څانګه به په ورځني ډول دوه زره متقاضیانو ته خدمتونه وړاندې کوي چې د دغو مرکزونو انلاین سایټ به په اونۍ یو ځل خلاصېږي چې کله د غوښتونکو شمېر پوره شي، سایټ به اوتومات بندېږي او په یوه اونۍ کې به ټولو فورمونو ته رسېدنه کېږي.

هغه زیاتوي، د پاسپورټ لوی ریاست په یوه کال کې څه باندې دوه میلیون کسانو ته پاسپورټونه وېشلي چې له درکه یې ۱۲ میلیارد افغانۍ عواید ترلاسه شوي او د دې ترڅنګ د بهرنیو وګړو د وېزو د تمدید برخه کې هم اسانتیاوې برابرې شوې چې په پایله کې یې څه باندې یو میلیون امریکایي ډالر د دولت خزانې ته تللي دي.

د هغه په خبره، په انلاین توګه د پاسپورټونو وېشلو او په دې برخه کې د لا زیاتو اسانتیاوو پر برابرېدو تمرکز شوی چې اوسمهال یوازې په کابل کې هر ورځ ۲۰ زره د پاسپورټ انلاین غوښتونکو ته نوبت ورکول کېږي او په چټکۍ یې کارونه ترسره کېږي.

د هغه په وینا، د انلاین غوښتونکو ترڅنګ د پاسپورټ ریاست، بېړنیو ناروغانو، ملي سوداګرو، تحصیلي بورسونو ته بریالیو محصلینو، عمره‌کوونکو، له سرحدي پولو تېرېدونکو موټرچلوونکو، معیوبینو او معلولینو، د هوایي چلند ادارې پیلوټانو، اقامه او وېزه‌لرونکو هېوادوالو، دولتي کارکوونکو او ملي لوبغاړو ته له ځنډ پرته په عریضو باندې هم اجراات کوي او همدارنګه حاجیانو ته د پاسپورټونو د وېش بهیر په بریالیتوب سره بشپړ او شاوخوا ۲۳ زره حاجیانو ته په ډېر کم وخت کې پاسپورټونه ووېشل شول.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته د پاسپورټونو د کتابچو د چاپ په برخه کې ستونزې موجودې وې چې له زیاتو هلوځلو وروسته د نوو پاسپورټونو د چاپ تړون نهایي او په پایله کې یې په تېر یو کال کې ۲،۵ میلیون پاسپورټونه هېواد ته رالېږدول شوي، اکمال شوي او د نورو د لېږد چارې له قرارداد سره سمې روانې دي.

د ده په خبره، خلکو ته د لا اسانتیاوو برابرولو په موخه د کاغذي پېژندپاڼو تایید څانګه د پاسپورټ ریاست په انګړ کې پرانیستل شوې چې په عادي توګه خدمتونه وړاندې کوي او د دې ترڅنګ د پاسپورټ او برېښنایي پېژندپاڼو سیسټم د نښلولو هوکړه لیک لاسلیک شوی او کارونه یې په چټکۍ سره روان دي.

حسیب دغه راز وویل، د بانکي تعرفو برخه کې د اسانتیاوو برابرولو لپاره د افغانستان بانک ترڅنګ په نورو بانکونو کې د تعرفو تحویلولو هلې ځلې شوې او کارونه یې په وروستي پړاو کې دي چې ډېر ژر به په دې برخه کې هم هېوادوالو ته زیاتې اسانتیاوې برابرې شي.

هغه څرګنده کړه، د پاسپورټ ریاست له افغان پوسټ دولتي شرکت سره د هوکړې پر بنسټ، تر کوره د پاسپورټ رسولو خدمتونه پیل کړي چې په لومړي سر کې د سوداګرۍ وزارت څانګې غوښتونکو ته دغه خدمتونه پیل شوي او په نږدې راتلونکي کې به دغه لړۍ د ټول هېواد په کچه پلې شي او هر چا ته به کور ته پاسپورټونه رسېږي.

حسیب وايي، د پاسپورټونو د لېږد برخه کې هم اسانتیاوې برابرې شوې چې اوس یوازې په کابل کې په ۲۸ پوست‌خونو کې پاسپورټونه وېشل کېږي.

 هغه زیاتوي، له فساد او جعل‌کارۍ سره د مبارزې برخه کې هم جدي هڅې شوې دي چې په پایله کې یې د فساد کچه صفر ته راښکته شوې ده.

هغه زیاته کړه، د پاسپورټ لوی ریاست ته چې په تېر کې شاوخوا یونیم میلیون کسانو نوم‌لیکنه کړې وه، له دې جملې ۹۹ سلنه متقاضیانو ته نوبتونه وړکړل شوي او خپل پاسپورټونه یې اخیستي دي.

د حسیب د معلوماتو له مخې، هغه کسان چې لا هم له خپل نوبته خبر نه دي، خپلې فورمې دې په سیسټم کې وګوري، د ورکړل شوي نوبت له مخې دې پاسپورټ ریاست ته مراجعه وکړي، خپل پاسپورټونه دې ترلاسه کړي او ۱۵ ورځې وروسته به د پاسپورټ مرکزي ریاست انلاین سایټ په اونیز ډول خلاص او په یوه اونۍ کې به هغوی ټولو ته رسېدنه کېږي.

Views: 31

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.