کابل (پژواک، ۲۷ چنګاښ ۱۴۰۳): یو شمېر چیني سوداګرو د کرنې او مالدارۍ وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې د کرنې برخه کې د پانګونې لپاره د ۵۰۰۰ هکټاره ځمکې او د توکو او ماشینري په رالېږدولو کې د همکارۍ غوښتنه کړې ده.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، د دغه وزارت وزیر مولوي عطاءالله عمري پرون په خپل کاري دفتر کې له یو شمېر چیني سوداګرو او پانګهوالو سره چې د افغانستان د کرنې په سکټور کې پانګونې ته لېوال دي، وکتل.
سرچینې زیاته کړې، په دې کتنه کې چیني سوداګرو د افغانستان د کرنې، مالدارۍ، درمل جوړولو او کیمیاوي سرو تولید برخو کې د کار او پانګونې په اړه خپله لېوالتیا څرګنده کړه او د همکارۍ غوښتنه یې وکړه.
کرنې وزارت لیکلي، دغو سوداګرو د ۵۰۰۰ هکتاره ځمکې او په بندرونو کې د توکو او ماشینري په رالېږدولو کې د اسانتیا راوستلو غوښتنه وکړه، څو د کرنې برخه کې پانګونه او کار وکړي او په دې اړه د همکارۍ ژمنه ورسره وشوه.
سرچینې ویلي، په یاده کتنه کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په بېلابېلو برخو کې د چین د پرمختګونو یادونه وکړه او د افغانستان د کرنې او مالدارۍ برخه کې یې د چین سوداګریزې همکارۍ مهمې وبللې.
عمري زیاته کړې، د چين خلکو د ټکنالوجۍ، ساينس او تخنیک برخو کې ډېر پرمختګ کړی او دغه راز په نړۍ کې د نفوس او صادراتو له اړخه تر ټولو لوی هېواد دی.
هغه ویلي: «تاسو کولای شي چې د زدهکړې، تجربې، د کرنې ميکانیزه کولو او د ماشینونو چمتو کولو برخو کې له موږ سره همکاري وکړئ؛ موږ د ځمکې د اجارې او نورو اسانتیاوو په برابرولو سره ستاسو په خدمت کې یو.»
د کرنې وزیر په دې کتنه کې زیاته کړې: «افغانستان یو داسې هېواد دی چې ارګانیک او لوړ کیفیت لرونکي محصولات لري او چین زموږ د مېوو او کرنیزو محصولاتو لپاره ښه بازار دی، زموږ هېواد کرنیزو چارو لپاره مناسب اقلیم لري، تاسو راشئ او کار وکړئ او زموږ بزګرانو او مالدارانو ته روزنه ورکړئ.»
د سرچینې د معلوماتو له مخې، په دې کتنه کې د کرنې د وزیر سلاکار میرویس خوګیاڼي، د افغان- چین د ګډ کرنیز شرکت غړو هم حضور درلود او د ګډ کار په اړه یې خپل نظرونه څرګند کړل.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP