ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کابل ښار کې د پاسپورټ وېش درې نورې څانګې پرانیستل شوې

په کابل ښار کې د پاسپورټ وېش درې نورې څانګې پرانیستل شوې

author avatar
17 Jul 2024 - 17:00
په کابل ښار کې د پاسپورټ وېش درې نورې څانګې پرانیستل شوې
author avatar
17 Jul 2024 - 17:00

کابل (پژواک، ۲۷ چنګاښ ۱۴۰۳): د پاسپورټ ریاست له خوا په کابل ښار کې د پاسپورټ وېش درې نورې څانګې پرانیستل شوې او خلک د یاد ریاست دغه اقدام ستایي.

د پاسپورټ عمومي رییس مولوي عبدالکریم حسیب پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن د کابل ښار په درېیو سیمو کې د پاسپورټ د وېش درې څانګې پرانیستل شوې.

دی وايي، لومړۍ څانګه د کابل ښار په دارالامان کې پخواني پارلمان ته څېرمه، دویمه په قلعه‌زمان خان کې د شاداب ظفر په بلاکونو کې او درېیمه په تنګي تره‌خېل کې د عدلیې وزارت د حقوقو ریاست په پخوانۍ ودانۍ کې موقعیت لري.

هغه زیاته کړه، د دغو څانګو په فعالېدو سره به خلک وکولای شي چې د یوې اونۍ په موده کې پاسپورټ ترلاسه کړي.

هغه زیاتوي، د یادو څانګو فعالولو اساسي موخه خلکو ته د پاسپورټ ترلاسه کولو برخه کې د اسانتیاوو برابرول دي او په وینا یې چې هره څانګه به په ورځ کې تر دوه زره ‎کسانو ته پاسپورټونه ووېشي.

د حسیب د معلوماتو له مخې، یادې درې څانګې به راتلونکې اونۍ د شنبې په ورځ په عملي ډول خلکو ته د پاسپورټونو د وېش لړۍ پیل کړي.

د مجتبی په نوم یوه کس چې له پروان څخه کابل ته د پاسپورټ ترلاسه کولو لپاره راغلی، پژواک ته یې وویل، د پاسپورټ ریاست له لوري په کابل ښار کې د درېیو څانګو فعالول یو نېک اقدام دی.

دی وايي، د دغو څانګو په فعالېدو سره به خلکو ته د پاسپورټ ترلاسه کولو برخه کې ګڼې اسانتیاوې برابرې شي.

نوموړي د پاسپورټ له ریاسته وغوښتل چې په ولایتونو کې هم د پاسپورټ د وېش څانګې فعالې کړي.

د امیرمحمد په نوم یوه بل کس پژواک ته وویل چې د پاسپورټ ریاست له خوا په کابل ښار کې د درېیو نورو څانګو په فعالولو خوښ دی.

دی وايي، هرڅومره چې د پاسپورټ د وېش څانګې زیاتې شي په هماغه اندازه خلکو ته د پاسپورټ ترلاسه کولو برخه کې اسانتیاوې ډېرېږي.

د پاسپورټ عمومي رییس تېره ورځ په کابل کې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوې خبري غونډې پر مهال ولس ته ډاډ ورکړ چې نور به د پاسپورټ وېش برخه کې ستونزې پیدا نه شي.

Views: 37

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.