ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ښار او کور جوړولو او د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارتونو ته دوه نوي مرستیالان وټاکل شول

د ښار او کور جوړولو او د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارتونو ته دوه نوي مرستیالان وټاکل شول

author avatar
17 Jul 2024 - 17:27
د ښار او کور جوړولو او د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارتونو ته دوه نوي مرستیالان وټاکل شول
author avatar
17 Jul 2024 - 17:27

کابل (پژواک، ۲۷ چنګاښ ۱۴۰۳): د اسلامي امارت ویاند وایي، د کډوالو او راستنېدونکو او د کور او ښارجوړولو وزارتونو لپاره دوه نوي مرستیالانو وټاکل شول.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې دغه ګومارنې د مشرتابه د حکم له مخې شوې دي.

هغه لیکلي چې د امر بالمعروف، نهي عن‌المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت، د محتسبینو د تعلیم او تربیې پخوانی رییس مولوي کلیم‌الرحمن د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د مالي او اداري مرستیال او د دغه وزارت مخکنی مالي او اداري مرستیال ارسلا خروټی د کور او ښار جوړولو وزارت د مالي او اداري مرستیال په توګه وټاکل شول.

Views: 37

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.