Language

هلمند کې ۱۲۴ صرافۍ د جواز نه‌لرلو له امله تړل شوې دي

لښکرګاه (پژواک، ۲۸ چنګاښ ۱۴۰۳): د هلمند سیمه‌ییز مسوولین وایي، د جوازونو د ارزونې کمېټې له لوري په تېره یوه اونۍ کې ۱۲۴ صرافۍ د جواز نه‌لرلو له امله تړل شوې دي.

د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مرستیال مولوي شېرمحمد وحدت پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره یوه اونۍ کې د جوازونو د ارزونې کمېټې له لوري د لښکرګاه ښار ۱۲۴ صرافۍ د جوازونو نه‌لرلو له امله تړل شوې دي.

نوموړي زیاته کړه: «یادې صرافۍ په دې هدف تړل شوې چې خپل جوازونه واخلي او راکړه – ورکړه په شفاف ډول ترسره کړي او د دې ترڅنګ د کومو خلکو پیسي چې حواله کېږي، باید ورکې نشي.»

وحدت وویل، یاده کمېټه هڅه کوي چې دغه ولایت کې ټولې صرافۍ د اسلامي امارت د قوانینو مطابق فعالیت وکړي.

Related Topics