<p style="text-align: justify;">لښکرګاه (پژواک، ۲۸ چنګاښ ۱۴۰۳): د هلمند سیمهییز مسوولین وایي، د جوازونو د ارزونې کمېټې له لوري په تېره یوه اونۍ کې ۱۲۴ صرافۍ د جواز نهلرلو له امله تړل شوې دي.</p>
<p style="text-align: justify;">د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مرستیال مولوي شېرمحمد وحدت پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره یوه اونۍ کې د جوازونو د ارزونې کمېټې له لوري د لښکرګاه ښار ۱۲۴ صرافۍ د جوازونو نهلرلو له امله تړل شوې دي.</p>
<p style="text-align: justify;">نوموړي زیاته کړه: «یادې صرافۍ په دې هدف تړل شوې چې خپل جوازونه واخلي او راکړه - ورکړه په شفاف ډول ترسره کړي او د دې ترڅنګ د کومو خلکو پیسي چې حواله کېږي، باید ورکې نشي.»</p>
<p style="text-align: justify;">وحدت وویل، یاده کمېټه هڅه کوي چې دغه ولایت کې ټولې صرافۍ د اسلامي امارت د قوانینو مطابق فعالیت وکړي.</p>