ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چین کې د اورلګېدنې له امله ۱۶ کسان مړه شوي

چین کې د اورلګېدنې له امله ۱۶ کسان مړه شوي

author avatar
18 Jul 2024 - 16:39
چین کې د اورلګېدنې له امله ۱۶ کسان مړه شوي
author avatar
18 Jul 2024 - 16:39

کابل (پژواک، ۲۸ چنګاښ ۱۴۰۳): د راپورونو له مخې، د چین په سوېل‌لوېدیځ کې په یوه هټۍ کې د اورلګېدنې له امله ۱۶ کسان مړه شوي دي.

سي‌اېن‌اېن راپور ورکړی چې یاده اورلګېدنه پرون (چهارشنبې) د چین د سیچوان ولایت د زیګونګ ښار په یوې ودانۍ کې رامنځته شوه او نن سهار پای ته ورسېده.

د راپور له مخې، د پېښې ځای ته نږدې ۳۰۰ ژغورونکي او لسګونه اوروژونکي موټر ولېږل شول او نږدې ۳۰ کسان له اوره ژغورل شوي دي.

ځایي چارواکو ویلي، لومړنۍ څېړنې ښیي چې د اورلګېدنې لامل ودانیز کار و.

ورته مهال، د چین د بېړني مدیریت وزارت نن په یوې بیانیه کې د دغه ولایت له مرسته‌کوونکې ډلې او چارواکو غوښتي چې ژر تر ژره د اورلګېدنې لامل څرګند کړي او په راتلونکي کې د لا ډېر خوندیتوب لپاره راتل روزنه واخلي.

Views: 8

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.