کابل (پژواک، ۲۸ چنګاښ ۱۴۰۳): د اوبو او برېښنا وزارت وایي، له یوه خصوصي شرکت سره یې د ۲۵ میلیون ډالرو په ارزښت په درېیو ولایتونو کې د اته مېګاواټه لمریزې برېښنا د تولید هوکړهلیکونه لاسلیک کړي دي.
د اوبو او برېښنا وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور نن په دې تړاو جوړو شوو مراسمو کې وویل چې دغه وزارت «د عوفي بهرام د کانونو استخراج او پروسس شرکت» له ریيس حاجي پهلوان سره د کابو ۲۵ میلیون ډالرو په ارزښت په پکتیکا، اروزګان او فراه ولایتونو کې د لمریزې برېښنا د درېیو پروژو هوکړهلیکونه لاسلیک کړل.
هغه دغه راز زیاته کړه، یاد وزارت په دواړو سکټورونو کې د پام وړ فعالیتونه ترسره کړي؛ د اوبو مدیریت او د انرژي پراختیا برخو کې ښې لاسته راوړنې لري.
ورته وخت کې په دغو مراسمو کې د عوفي بهرام شرکت مرستیال حاجي نورالله ژمنه وکړه چې دوی به په ټاکلي وخت او ښه کیفیت سره د پروژو چارې ترسره کوي او زیاته یې کړه، هڅه کوي نورو پانګوالو ته هم په افغانستان کې د پانګونې لپاره بلنه ورکړي.
د اوبو او برېښنا وزارت د معلوماتو له مخې، د دغو پروژو په پلي کولو سره په ټوله کې اته میګاواټه لمریزه برېښنا یعنې دوه میګاواټه په پکتیکا، درې – درې میګاواټه په اروزګان او فراه ولایتونو کې تولیدېږي چې زرګونه کورنۍ به ورڅخه برخمنې شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP