میدانښار (پژواک، ۲۸ چنګاښ ۱۴۰۳): د میدانوردګو ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې د موټر چپه کېدو له امله دوه کسان مړه شوي او درې نور ټپیان دي.
د میدانوردګو امنیې قوماندانۍ له لوري پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تېره ورځ ناوخته د دغه ولایت د بهسود ولسوالۍ اړوند دشت یورد سیمه کې یو کرولا موټر چپه شوی دی.
سرچینه وايي چې په دې پېښه کې دوه کسان مړه شوي او درې نور ټپیان شوي دي.
خبرپاڼه کې زیاته شوې چې دغه موټر له کابل څخه بامیانو ته پر لار و چې له دې پېښې سره مخ شوی دی.
د سرچینې په حواله ټپیان د سیمې د خلکو له لوري روغتون ته انتقال شوي دي.
خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه د موټرچلوونکي د بېاحتیاطۍ او ډېر سرعت له امله رامنځته شوې ده.
Views: 4
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP