Language

په تېرو اتو ورځو کې له ایران او پاکستانه څه باندې ۱۳ زره کډوال راستانه شوي
ارشیف

کابل (پژواک، ۲۸ چنګاښ ۱۴۰۳): د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له خوا د ورکړل شوو معلوماتو له مخې، په تېرو اتو ورځو کې له پاکستان او ایرانه ۱۳ زره او ۶۰۰ افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.

دغه کډوال د روانې چنګاښ میاشتې له ۲۰مې تر ۲۷مې نېټې له پاکستان او ایرانه په زور او یا خپله خوښه راستانه شوي دي.

پژواک خبري اژانس دغه شمېرې له تېرو اتوو ورځو راهیسې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت پر اېکس‌پاڼه د خپرو شوو معلوماتو له مخې را اخیستې دي.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د یادو کډوالو له ډلې ۲۰۴۰ کسان چې شاوخوا ۳۸۳ کورنۍ کېږي، د تورخم او سپن‌بولدک له لارو له پاکستانه په جبري ډول راایستل شوي دي.

دغه راز، په یاده موده کې ۱۱۵۶۰ کسان د نیمروز د ابرېشم‌پله او د هرات اسلام‌کلا له لارو له ایرانه په خپله خوښه او جبري ډول هېواد ته راستانه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د روانې چنګاښ میاشتې په ۲۳مه په کابل کې د چین سفیر د اقتصاد وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې له ګاونډیو هېوادونو د راستنېدونکو افغان کډوالو د ستونزو د حل په موخه د سل میلیون چینایي یوان مرستې ژمنه وکړه.

د یادونې ده، د روانې چنګاښ میاشتې له ۱۶مې تر ۱۹مې نېټې پورې هم ۱۱ زره او ۲۰۱ کډوال له پاکستان او ایرانه په زور او یا خپله خوښه راستانه شوي وو.