ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان د بایسکل‌ځغلونې فدراسیون د مشر فعالیت ځنډول شوی

د افغانستان د بایسکل‌ځغلونې فدراسیون د مشر فعالیت ځنډول شوی

author avatar
18 Jul 2024 - 13:29
د افغانستان د بایسکل‌ځغلونې فدراسیون د مشر فعالیت ځنډول شوی
author avatar
18 Jul 2024 - 13:29

کابل (پژواک، ۲۸ چنګاښ ۱۴۰۳): د بایسکل‌ځغلولو نړۍوال فدراسیون وایي چې د دغه فدراسیون د اخلاقو کمېسیون د افغانستان د بایسکل‌ځغلونې فدراسیون د مشر ټول فعالیتونه د ۱۵ میاشتو لپاره له دې امله چې له خپل موقفه یې ناوړه ګټه اخیستې ده، ځنډولي دي.

د بایسکل‌ځلغونې (UCI) نړۍوال فدراسیون د جولای په ۱۶مه په یوه اعلامیه کې ویلي، د دغه فدراسیون د اخلاقو کمېسیون پرېکړه کړې چې د افغانستان د بایسکل‌ځغلونې فدراسیون د مشر فضل‌احمد فضلي د بایسکل‌چلولو ټول فعالیتونه د ۱۵ میاشتو لپاره وځنډوي.

په اعلامیه کې زیاته شوې چې د دغه بندیز لامل له خپل موقفه ناوړه ګټه اخیستنه او افغان بایسکل‌ځغلوونکو ته د ګواښونکو پیغامونو استول ښودل شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، د افغانستان د بایسکل‌ځغلونې فدراسیون مشر څو ځلې د بایسکل‌ځغلونې غړو ته داسې پیغامونه استولي چې د بایسکل‌چلولو نړۍوال فدراسیون له پنځمې، شپږمې، څلورمې، دویمې او لومړۍ مادو سرغړونه بلل شوې ده.

د معلوماتو له مخې، د افغانستان د بایسکل ځغلولو فدراسیون مشر له هېواده بهر اوسېږي.

پژواک هڅه وکړه چې له فضلي سره د یادې موضوع په اړه اړیکه ونیسي خو بریالی نه شو؛ د المپیک ملي کمېټې هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.