د بایسکلځغلولو نړۍوال فدراسیون وایي چې د دغه فدراسیون د اخلاقو کمېسیون د افغانستان د بایسکلځغلونې فدراسیون د مشر ټول فعالیتونه د ۱۵ میاشتو لپاره له دې امله چې له خپل موقفه یې ناوړه ګټه اخیستې ده، ځنډولي دي.