ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت وایي، د افغان سفیر مرستیال یې احضار کړی

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت وایي، د افغان سفیر مرستیال یې احضار کړی

author avatar
18 Jul 2024 - 13:23
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت وایي، د افغان سفیر مرستیال یې احضار کړی
author avatar
18 Jul 2024 - 13:23

کابل (پژواک، ۲۸ چنګاښ ۱۴۰۳): د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په داسې حال کې خیبرپښتونخوا کې د برید په تړاو په دغه هېواد کې د افغانستان سفارت مرستیال تېره ورځ ورغوښتی و چې ا.ا په وار، وار د پاکستان په ناامنیو کې د افغانستان لاس لرل رد کړي دي.

د راپورونو له مخې، د روانې اونۍ د دوشنبې په ورځ وسله‌والو د خیبرپښتونخوا د بنو پر پوځي مرکز د موټربم په وسیله برید وکړ. د پاکستان د پوځ د مطبوعاتو او عامه اړيکو ادارې «ای اېس پي ار» ويلي چې په دغه برید کې اته پوځیان وژل شوي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې راغلي چې په اسلام‌اباد کې د افغانستان سفارت مرستیال یې تېره ورځ په دې اړه ورغوښتی دی. سرچینې د سفارت د مرستیال نوم نه دی لیکلی.

په خبرپاڼه کې راغلي: «د افغانستان له سرپرست حکومته غوښتل شوي چې د بنو د برید د عاملینو پر وړاندې په بشپړه توګه پلټنه وکړي او سمدستي، قوي او اغېزمن اقدام وکړي.»

د افغانستان حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو د پاکستان یادې څرګندونې او د مرستیال سفیر ورغوښتل په دا په داسې حال کې دي چې افغان چارواکو په وار، وار د پاکستان دا ډول ادعاوې رد کړې او ویلي یې دي، چا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد وکارول شي.

هغوی له اسلام‌اباده غوښتي چې خپلې ستونزې په افغانستان پورې ونه‌تړي.

Views: 44

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.