Language

هرات کې لسګونه ټنه تاریخ‌تېر او بې‌کیفیته درمل او خوراکي توکي وسوځول شول

هرات (پژواک، ۲۹ چنګاښ ۱۴۰۳): هرات کې ځایي مسوولین وایي چې د هرات ښار له بېلابېلو ناحیو راټول شوي لسګونه ټنه تاریخ‌تېر او بې‌کیفیته درمل او خوراکي توکي وسوځول شول.

د هرات د خوړو او درملو ادارې د خوراکي توکو ساتنې امر صبوراحمد خالقي وویل، د تېرو درېیو میاشتو په ترڅ کې د هرات ښار د ناحیو له پلورنځیو او درملتونونو ۶۰ ټنه تاریخ‌تېر او بې‌کیفیته درمل او خوراکي توکي راټول شوي وو چې تېر مازدیګر وسوځول شول.

هغه زیاته کړه چې یاد توکي شاوخوا ۳۴۰۰ قلمه وو او ۳۵ میلیون افغانۍ ارزښت یې درلود.

بلخوا، د هرات روغتیایي مسوولین وایي چې له تاریخ‌تېرو او بې‌کیفیته توکو استفاده د بېلابېلو ناروغیو لامل کېږي، له همدې امله له خلکو غواړي چې د خوړو او درملو تاریخ ته پاملرنه وکړي.

د یادونې ده، د هرات د خوړو او درملو ادارې درې میاشتې مخکې هم شاوخوا ۶۵ ټنه تاریخ‌تېر درمل او بې‌کیفیته خوراکي توکي سوځولي وو.