ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان په اړه د ټرمپ تازه څرګندونې او د اسلامي امارت غبرګون

د افغانستان په اړه د ټرمپ تازه څرګندونې او د اسلامي امارت غبرګون

author avatar
19 Jul 2024 - 17:15
د افغانستان په اړه د ټرمپ تازه څرګندونې او د اسلامي امارت غبرګون
author avatar
19 Jul 2024 - 17:15

کابل (پژواک، ۲۹ چنګاښ ۱۴۰۳): د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند ډونالډ ټرمپ د دغه هېواد په ملي کانګرېس کې ادعا کړې چې افغانستان اوس د وسلو پر ستر پلورونکي هېواد بدل شوی، خو اسلامي امارت دا څرګندونې ردوي او وايي، ټول هغه تجهیزات چې په افغانستان کې وو او دي، زېرمه او ساتل شوي.

د بي‌بي‌سي د راپور له مخې، د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند ډونالډ ټرمپ د جمهوري‌غوښتونکو ملي کانګرېس ته په وینا کې خپله نوماندي ومنله او د خپلو څرګندونو پر مهال يې له افغانستانه د وتلو څرنګوالی د امریکا د تاریخ تر ټولو ستر شرم وباله.

په راپور کې راغلي، هغه د تخلیې پروګرام پر مهال د کابل له نړۍوال هوايي ډګر سره مرګوني برید ته په اشاره وویل، ۱۳ امریکايي سرتېري هیڅ په هیڅه ووژل شول او ۴۵ نور ټپیان شول.‌

ټرمپ ادعا وکړه، دا په داسې حال کې ده چې د ده د ولسمشرۍ په وروستیو ۱۸ میاشتو کې په افغانستان کې پر امریکايي سرتېرو ان یو برید هم نه و شوی.

ټرمپ وویل، له دوی څخه په افغانستان کې د ۸۵ میلیارد ډالرو په ارزښت پوځي تجهیزات پاتې شول.

هغه ادعا کړې چې افغانستان اوس د وسلو پر ستر پلورونکي هېواد بدل شوی او هغه وسلې پلوري چې له هلته پاتې شوې دي.

ده وویل، له افغانستانه یې د وتلو ډېر ښه او اغېزناک پلان درلود او لومړی یې سرتېري نه ایستل.

هغه زیاته کړې چې غوښتل یې بګرام هوايي اډه وساتي‌، خو د بایډن د ادارې له امله دغه کار هم ونه شو.

ټرمپ ویلي، دا هوايي اډه یې د افغانستان لپاره نه، بلکې د چین لپاره په کار وه؛ ځکه له چین سره یې د ده په وینا یوازې یو ساعت واټن درلود.

خو د اسلامي امارت ویاند ذبيح‌الله مجاهد رسنيو ته په لېږلي غږیز پیغام کې ویلي چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل ښه خبره وه، لامل یې بې له شکه د افغانانو قربانۍ، د افغانانو جهاد، د اشغال پر وړاندې شل کلنه مبارزه وه.

هغه زیاته کړې: «په لنډ مهال کې ویلی شو چې د دوحې خبرې اترې او هغه تړون چې بهرني ځواکونه باید له افغانستانه ووځي، دا د امریکايي ځواکونو د وتلو سمدستي لامل و، خو د مبارزې د دوام اصلي لامل يو له دغو واقعيتونو و چې هيڅوک ترې سترګې نه شي پټولی.»

مجاهد په افغانستان کې د شته وسلو او تجهیزاتو په اړه ویلي: «زه باید تاسو ته یادونه وکړم، ټول هغه تجهیزات چې په افغانستان کې وو او دي، زېرمه او ساتل شوي، هغه د افغانستان شتمني ده او لا هم د وطن د ساتنې، د ارزښتونو د ساتنې او د خپلو هېوادوالو او خاورې د ساتنې په خاطر یې ساتنه او پالنه کېږي.»

د هغه په وینا، هیڅ وسله نه ضایع کېږي، نه یې د خرڅلاو اجازه شته او نه یې د لېږدولو اجازه، په دې اړه ادعاوې کېږي، رښتیا نه دي او ردوي یې.

دی زیاتوي، افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا او د خلکو امنیت ساتلو په موخه یادو وسلو او تجهیزاتو ته اړتیا لري او امنیتي ارګانونه یې ساتنه کوي.

Views: 63

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.