Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

چارواکي: ننګرهار کې وروستي توپاني اورښت شاوخوا دوه میلیارد افغانۍ زیان اړولی

چارواکي: ننګرهار کې وروستي توپاني اورښت شاوخوا دوه میلیارد افغانۍ زیان اړولی

author avatar
20 Jul 2024 - 17:49
چارواکي: ننګرهار کې وروستي توپاني اورښت شاوخوا دوه میلیارد افغانۍ زیان اړولی
author avatar
20 Jul 2024 - 17:49

جلال‌اباد (پژواک، ۳۰ چنګاښ ۱۴۰۳): د ننګرهار چارواکي وايي، وروستي توپاني اورښت په دغه ولایت کې دولت او خلکو ته شاوخوا دوه میلیارد افغانۍ زیان اړولی دی.

دغه توپاني باران چې د تېرې دوشنبې په ورځ یې جلال‌اباد ښار، سره‌رود، بهسود او ځینې نورې ولسوالۍ وځپلې، پر مالي زیانونو اړولو سربېره یې تر پنځوسو کسان مړه او ۳۵۰ نور ټپپان کړل.

د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو آمر مولوي صدیق‌الله قریشي د چنګاښ په ۳۰مه پژواک خبري اژانس ته تایید کړه چې دغه توپاني اورښت دولت او خلکو ته شاوخوا دوه میلیارده افغانۍ زیان اړولی دی.

نوموړي وويل، اړوندې ولايتې ادارې لا هم د دقیقو شمېرو په راټولولو مصروفې دي او ښايي زیانونه ډېر وي.

په همدې حال کې د ننګرهار د پېښو پر وړاندې د چمتووالي اداره وايي، لږ تر لږه ۴۰۰ سوه کورونه دې پېښې ړنګ او یا هم زیانمن کړي دي.

دغه راز، د ننګرهار د کانال اداره وايي چې د وروستي توپاني اورښت له امله د دې ادارې ۱۱زره ونې چپه شوې او پر ۲۵۰ جریب ځمکه ولاړ فصلونه یې تخریب کړي دي.

همدارنګه، د یاد توپان له امله په جلال‌اباد ښار او سره‌رود ولسوالۍ کې د برېښنا ۶۰ پايې هم چپه شوې دي.

د ننګرهار د برېښنا ریاست نن د یوې اعلامیې په خپرولو وويل چې یادې ټولې پایې یې د پرون ورځې تر پایه بېرته ترمیم کړې او له تېرې یوې اونۍ راهيسې برېښنا بېرته عادي حالت ته راګرځول شوې ده.

دغه توپاني اورښت دغه راز په ننګرهار صنعتي فابریکو ته هم زیانونه اړولي دي.

د ننګرهار د صنعت او سوداګرۍ ریيس سيد عبدالبصير پاچا وايي، د شيخ مصري او حصارشاهي صنعتي پارکونو ته يې ډېر زيان اړولی دی.

دی زياتوي، د حصارشاهي صنعتي پارک د لمریزې برېښنا سيستم په مکمل ډول له منځه تللی، همدارنګه کانټينرونه، داخلي دېوالونه، ټرانسفرمرونه او د برېښنا پايو په شمول يو شمېر زينتي بوټي یې هم تخريب کړي دي.

په ننګرهار کې زیانمنې شوې کورنۍ د مرستو غوښتنه کوي.

عمران چې د سره‌رود ولسوالۍ په احمدزیو سیمه کې د نجارۍ کارخونه درلوده او توپان یې هر څه له منځه وړي  وايي، سلګونه زره افغانۍ زیان یې لیدلی او له حکومت د مرستې غوښتنه کوي.

Views: 7

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.