ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هرات د رباط سنګي یو شمېر خلک د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري

د هرات د رباط سنګي یو شمېر خلک د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري

author avatar
20 Jul 2024 - 16:50
د هرات د رباط سنګي یو شمېر خلک د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري
author avatar
20 Jul 2024 - 16:50

هرات (پژواک، ۳۰ چنګاښ ۱۴۰۳): د هرات د رباط سنګي ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي په دې ولسوالۍ کې د څښاک پاکو ته له نه لاسرسي شکایت کوي او وایي، له ناپاکو اوبو استفادې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

د هغوی په خبره، د دې ولسوالۍ ځيني اوسېدونکي اړ دي چې د‎ اړتیا وړ د څښاک پاکې اوبه له لرې چینو راوړي، دې چارې نه یوازې د خلکو ورځنی ژوند اغېزمن کړی، بلکې هغوی یې له روغتیایي او ټولنیزو ستونزو سره هم مخ کړي دي.

له دې ډلې د رباط سنګي علیا کلي خلک د څښاک پاکو اوبو ته د نه لاسرسي له امله د ورځې له درېیو تر څلورو کیلومترو پورې مزل کوي څو چینو ته ورسېږي او دا چینې چې له کلیو ډېرې لرې دي، اوبه یې هم پاکې نه دي.

د رباط سنګي علیا کلي یوه اوسېدونکي فیروزاحمد له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې له مسوولینو او اړوندو بنسټونو د دوی په کلیو کې د ژوروڅاه‌ګانو کیندلو غوښتنه وکړه.

هغه وویل، د لارې لرېوالی د دې لامل شوی چې ډېرې کورنۍ چینو ته لاړې نه شي او ځانته اوبه را نه‌وړي، هماغه له خپلو کورونو سره نږدې له ناپاکو اوبو استفاده کوي چې د ناپاکو اوبو استفاده د ډېرو ناروغیو لکه نس‌ناستي، د کولمو مېکروب او د نورو ناروغیو د انتقال لامل کېږي.

نوموړي وویل، ډېری ماشومان او ښځې له لرې سیمو اوبه راوړي چې دې چارې د ماشومانو پر تعلیم او په کورونو کې د ښځو په ورځني فعالیتونو اغېزه کړې ده.

د دې ولسوالۍ د رباط سنګي سفلي کلي یوه اوسېدونکي بصیراحمد هم د نورو کلیو د اوسېدونکو د خبرو په تایید وویل، له چینو څخه د اوبو راوړلو په موخه ډېری ښځې ځي؛ ځکه چې د دغه سیمې سړي د ورځني کارونو لپاره له کورونو وځي او ډېرې ښځې مجبورې دي څو له خپلو کورونو سره نږدې له ناپاکو اوبو استفاده وکړي.

نوموړي وویل، یوازې د دوی د کلي د ورځې له ۲۰ تر ۳۰ ناروغ ماشومان کلینیک ته انتقالېږي، ډېری دغه ماشومان د ناپاکو اوبو له امله ناروغان وي.

د هرات د رباط سنګي ولسوالۍ د کلیو پراختیا او بیارغونې مدیر قاري سیف‌الدین معتصم وایي چې دې برخه د دوی د ادارې له خوا هڅې شوې چې د هغه په خبره بسنه نه کوي او ځيني خلک اوس هم د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري.

نوموړي وویل چې د دغه ولایت د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست تر یوه بریده هڅه کړې او ان تر ځنیو کلیو اوبه رسوي.

بلخوا، د رباط سنګي مرستیال ولسوال مفتي عبدالرحیم رحماني هم دغه ستونزې مني او وایي چې وروستیو زلزلو، وچکالیو او سېلابونو چینې او کارېزونه زیانمن کړي خو تر اوسه دې برخه کې د دغه ولایت د ځایي ادارې او موسسو له خوا هېڅ کار نه دی شوی، د خلکو اړتیاوې ډېرې دي.

ورته مهال، د هرات د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست د رباط سنګي ولسوالۍ د خلکو د ستونزو د تایید ترڅنګ وویل چې دا ریاست هڅه کوي څو له موسسو سره په همغږۍ دې ستونزې ته رسېدنه وکړي.

د هرات د کلیو پراختیا او بیارغونې رییس مولوي عبدالسلام هجرت د رباط سنګي د اوسېدونکو په اړه پژواک ته وویل: «د خلکو ستونزې ډېرې دي، ریښتیا ده هلته پاکې اوبه نشته، موږ پلان لرو چې د دې ستونزې د حل لپاره د یونیسف په همکارۍ اقدامات وکړو.»

ده وویل چې د دغه ریاست د یونیسف په همکارۍ د سیمو سروې کړې او موسسو ته په تمه دي چې دې برخه کې له خلکو سره مرسته وکړي؛ ځکه د هرات په ډېرو لرو پرتو ولسوالیو کې خلک د څښاک پاکو اوبو له کمښت سره مخ دي.

Views: 12

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.