Language

لوګر او غور کې له شاوخوا شپږ زره کورنیو سره مرستې وشوې

کابل (پژواک، ۳۰ چنګاښ ۱۴۰۳): سيمه‌ییز مسوولین وایي، په غور ولایت کې له شاوخوا څلور زره کورنیو سره د خوراکي توکو او په لوګر له دوه زره مالدارو کورنیو سره د شيدو راټولولو وسایلو مرسته وشوه.

د غور د کلیو پراختیا او بیارغونې وزارت مطبوعاتي مسوول ذبیح‌الله غوثي‌زاده پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن د دغه ولایت په تولک ولسوالۍ کې له شاوخوا څلور زره کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.

هغه وویل، یادې مرستې د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوالو سازمان په مالي ملاتړ شوې او هرې کورنۍ ته اوړه، غوړي، دال او یوه اندازه د ماشومانو تقویتي خواړه ورکړل شوي دي.

د لوګر د کرنې او مالدارۍ ریاست مطبوعاتي مسوول عبدالبصیر شاهد وایي چې د دغه ولایت په بره‌کي برک ولسوالۍ کې دوه زره مالدارو کورنیو ته د شيدو راټولولو وسایل ووېشل شول.

هغه وویل چې یادې مرستې د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو سازمان «اېف‌اې‌او» په مالي ملاتړ وېشل شوي دي.