Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

مزارشریف ښار کې لاسي پلورونکي مشخص ځای ته لېږدول کېږي

مزارشریف (پژواک، ۳۰ چنګاښ ۱۴۰۳): د مزارشریف ښاروالي وایي چې تر راتلونکو لسو ورځو به په دغه ښار کې ګڼ شمېر لاسي ‌پلورونکي د زاړه محبس سیمې ته ولېږدوي خو لاسي‌پلورونکي بیا په اړه اندېښمن دي.

د مزارشریف ښاروالۍ سکټوري رییس محمدجاوېد مایار نن یوې خبري غونډې ته وويل، ښاروالۍ به د دغه ښار د روضې د څلورو خواوو له پلې‌لارو او د مارکېټونو له مخې لاسي‌پلورونکي راټول او د زاړه محبس سیمې ته به یې ولېږدوي.

هغه دغه راز زیاته کړه چې ښاروالۍ دغه پرېکړه د ښاري نظم او ښاري پراختیا په موخه کړې او تر راتلونکو لسو ورځو به هغه لاسي‌پلورونکي چې په ښار کې یې ګڼه‌ګوڼه جوړه کړې، یاد ځای ته انتقال کړي.

د نوموړي په وینا، د زاړه محبس سیمه کې لاسي‌ پلورونکو ته لومړني امکانات برابر شوي او یو کال به له کرایې هم معاف وي.

خو بلخوا، د مزارشریف ښار یو شمېر لاسي‌ پلورونکي د ښاروالۍ دغه پرېکړه د ځان پر زیان بولي او په اړه یې اندېښنه څرګندوي.

د مزارشریف ښار یوه لاسي ‌پلورونکي عبدالباري پژواک ته وویل چې د زاړه محبس سیمه له ښاره لرې ده او پېرېدونکي یې هغه ځای ته نه ورځي.

هغه وایي: «ښاروالۍ چې کومه پرېکړه کړې، یو لاسي‌ پلورونکی هم ترې راضي نه دی؛ ځکه زوړ محبس له ښاره لرې دی، که یو کس ته یو متر رخت په کار وي، نه شي کولای چې سل افغانۍ نوره کرایه هم ورکړي او یو متر رخت وپېري نو ښه دا ده چې لاسي ‌پلورونکي دې پر خپلو ځایونو پرېښودل شي.»

یو بل لاسي ‌پلورونکی نورالله هم اندېښنه ښيي، که ښاروالۍ دوی له خپل ځایه بې‌ځایه کړي، نو ښایي خپل کاروبار له لاسه ورکړي.

شېرمحمد یو بل لاسي پلورونکی بیا له ښاروالۍ غواړي چې دوی ته د ښار په منځ کې یو منظم ځای جوړ کړي څو له یوې خوا په ښار کې نظم راشي او له بل پلوه خپل کاروبار هم روان وساتلی شي.

هغه زیاتوي چې ډېرو خلکو له بې‌وزلۍ دغه کار ته مخه کړې او که ښاروالۍ دغه پرېکړه عملي کړي نو ښایي د ډېرو خلکو پر ژوند بد اغېز وکړي.

د مزارشریف ښاروالۍ دغه پرېکړه په داسې حال کې کوي چې تر دې وړاندې د دغه ښار اوسېدونکو له ګڼه‌ګونې او بې‌نظمۍ شکایتونه کړي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.