ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کډوالو چارو وزارت: د توپان له امله تورخم کې د عمري کمپ زیانمنې شوې برخې بېرته جوړېږي

د کډوالو چارو وزارت: د توپان له امله تورخم کې د عمري کمپ زیانمنې شوې برخې بېرته جوړېږي

کابل (پژواک، ۳۰ چنګاښ ۱۴۰۳): د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي چې د وروستي توپان له امله د تورخم اړوند عمري لنډمهالي کمپ ډېر زیان لیدلی چې د بیا اساسي جوړولو لپاره یې هڅه کېږي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت پرون پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، د دغه وزارت سرپرست خلیل‌الرحمن حقاني له لوري د داخلي بې‌ځایه شوو او راستنېدونکو کډوالو د بیا مېشتولو لپاره د چین حکومت له خوا مرسته شوي اته عرادې امبولانسونه، د اوبو ټانکرونه، پیکپ موټر او یو شمېر خیمې د ننګرهار ولایت د مرستیال والي په شتون کې د تورخم اړوندو مسوولینو ته وسپارل شول.

سرچینې زیاته کړې، ورته مهال د کډوالو چارو سرپرست وزیر د تورخم اړوند عمري لنډمهاله کمپ، د کډوالو چارو د امریت او همدا راز هلته د موجودو همکارو موسساتو له مختلفو څانګو څخه لیدنه وکړه.

 حقاني، په دغه لیدنه کې د کاري کمېټو چارې وارزولې، د هغوی ستونزې او وړاندیزونه یې له نږدې واورېدل او د کارونو د روڼتیا او چټکتیا لپاره یې لازمې سپارښتنې ورته وکړې.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، په ننګرهار کې د وروستي توپان له امله عمري کمپ هم ډېر زیان لیدلی چې د بیا اساسي جوړولو لپاره یې د کډوالو چارو وزیر هوډ څرګند کړ.

ورته مهال، د ننګرهار مرستيال والي مولوي سعيد احمد بنوري چې په دغه سفر کې يې د کډوالو چارو د وزير ملتيا کوله، ویلي چې د وروستي توپان او ورښت له امله د ننګرهار د نورو سيمو په ګډون تورخم کې عمري کمپ ته هم سخت مالي زيان اوښتی دی.

هغه زياته کړې، په دغه توپان کې د عمري کمپ ۵۵۰ خېمې، سولري برېښنا، د احاطې دېوال او سړکونه تخريب شوي چې ځينې يې په بېړني ډول بېرته رغول شوي او په ځينو ساحو کار روان دی.

دا په داسې حال کې ده چې د روانې چنګاښ میاشتې په ۲۶مه چین د ۴۰ میلیون یوان په ارزښت د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو له وزارت سره بېلابېل ډول موټر او نور توکي مرسته کړي وو.

په یادو مرستو کې ۸۰ ډوله بېلابېل موټر، لکه ۱۵ ټانکر لرونکي، ۲۰ امبولانسونه، ۲۰ لوی باروړونکي موټر او ۲۵ پیکپ موټر، شپږ زره کوچنۍ او لویې خېمې او پنځه زره او ۲۰۰ کمپلې هم شامل وو.

دغه راز (د چنګاښ په ۲۵مه) له غرمې وروسته د ننګرهار په مرکز جلال‌اباد ښار، سره‌رود، بهسود او ځينو نورو سيمو کې شدید توپان، ږلۍ او ورښت وشو چې له امله يې د ننګرهار ولایت مقام د وروستيو شمېرو له مخې ۵۲ کسان مړه او تر ۳۵۰ نور ټپيان شول.

Views: 21

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.