د ننګرهار کډوالو چارو رياست: په عمري کمپ کې د کډوالو راتګ لپاره ټول امکانات برابر شوي
د ننګرهار کډوالو چارو رياست وايي، که څه هم اوسمهال له پاکستانه د کډوالو راتګ کم شوی خو په عمري لنډمهالي پنډغالي کې د راستنېدونکو کډوالو لپاره ټول امکانات برابر شوي دي.



