کابل (پژواک، ۳۱ چنګاښ ۱۴۰۳): د پوهنې وزارت وايي، د کابل په شکردرې ولسوالۍ کې د څه باندې لسنیم میلیون افغانيو په لګښت د یو منځني ښوونځي د ودانۍ جوړولو چارې پيل شوې.
د پوهنې وزارت پر خپله اېکسپاڼه د یادو څرګندونو ترڅنګ لیکلي چې یاد ښوونځی د يو همکار بنسټ په مالي ملاتړ جوړېږي.
سرچینه زیاتوي، د یاد ښوونځي په دغه ودانۍ کې شپږ درسي ټولګي، دوه اداري خونې، احاطوي دېوال، د څښاک د اوبو سیسټم، د لاس مینځلو ځایونه، يوه څاه او نور اړین ملحقات شامل دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP