منځپانګې ته تلل
شنبه ۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۴۳ غ.م
۱۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

د کابل په شکردرې ولسوالۍ کې د یوه ښوونځي د ودانۍ جوړولو چارې پيل شوې

· ۱ دقیقه لوستل · ۲۵۹ کتنې

کابل (پژواک، ۳۱ چنګاښ ۱۴۰۳): د پوهنې وزارت وايي، د کابل په شکردرې ولسوالۍ کې د څه باندې لس‌نیم میلیون افغانيو په لګښت د یو منځني ښوونځي د ودانۍ جوړولو چارې پيل شوې.

د پوهنې وزارت پر خپله اېکس‌پاڼه د یادو څرګندونو ترڅنګ لیکلي چې یاد ښوونځی د يو همکار بنسټ په مالي ملاتړ جوړېږي.

سرچینه زیاتوي، د یاد ښوونځي په دغه ودانۍ کې شپږ درسي ټولګي، دوه اداري خونې، احاطوي دېوال، د څښاک د اوبو سیسټم، د لاس مینځلو ځایونه، يوه څاه او نور اړین ملحقات شامل دي.