ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کرنې رياست: ننګرهار کې وروستيو ورښتونو پر ۴۱۲۰ جريب ځمکه فصلونه له منځه وړي

کرنې رياست: ننګرهار کې وروستيو ورښتونو پر ۴۱۲۰ جريب ځمکه فصلونه له منځه وړي

author avatar
21 Jul 2024 - 16:41
کرنې رياست: ننګرهار کې وروستيو ورښتونو پر ۴۱۲۰ جريب ځمکه فصلونه له منځه وړي
author avatar
21 Jul 2024 - 16:41

جلال‌اباد (پژواک، ۳۱ چنګاښ ۱۴۰۳): د ننګرهار کرنې رياست وايي، په دغه ولايت کې د وروستيو ورښتونو له امله پر څه باندې څلور زره جريب ځمکه ولاړ فصلونه له منځه تللي دي.

مسوولين دغه راز د همدغو ورښتونو له امله د سلګونو ميوه‌لرونکو ونو، سربندونو، کانالونو، شنو خونو، څارویو او چرګانو د له منځه تلو خبر هم ورکوي.

د ننګرهار ولايت د کرنې، اوبو لګونو او مالدارۍ رياست وياند اجمل سبحاني د چنګاښ په ۳۱مه پژواک خبري اژانس ته وويل، د تېرې اونۍ بارانونو، ږلۍ، سېلاب او توپانونو په ننګرهار کې ۴۱۲۰ جریب کرنیزه ځمکه کې ولاړ فصلونه له منځه وړي دي.

هغه زياته کړه، دغه فصلونه د ننګرهار په بټي‌کوټ، لعلپوره، غني‌خېل، بهسود، سره‌رود، اچین او ځینو نورو ولسوالیو کې تخريب شوي دي.

نوموړي دا هم وويل، چې په دغو افتونو کې دغه راز ۳۲۵۰ میوه‌لرونکې او بې‌میوې ونې، ۵۰ سربندونه، ۵۰۰ متره کانالونه او ۳۵ شنې خونې هم زيانمن شوي او يا په بشپړ ډول له منځه تللي دي.

نوموړي زياته کړه، په بهسود، غني‌خېل، بټي‌کوټ او سره‌رود ولسوالیو کې ۳۴ مېږي، وزې، ۱۵ غواګانې، ۳۶۰۰ چرګان او ۱۰۰۰ صندوقه د شاتو مچۍ هم تلف شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ننګرهار چارواکي وايي، وروستي توپاني ورښت په دغه ولايت کې شاوخوا دوه ميليارده افغانۍ حکومت او خلکو ته زیان اړولی دی.

Views: 18

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.