Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

جلال‌اباد، غزني‌ښار (پژواک، ۳۱ چنګاښ ۱۴۰۳): په ننګرهار او غزني ولایتونو کې د ترافیکي پېښو له امله دوه کسان مړه شوي او څلور نور ټپیان دي.

د ننګرهار امنيې قوماندانۍ وياند حافظ عبدالبصير زابلي د چنګاښ په ۳۱مه پژواک خبري اژانس ته وويل، د دغه ولایت د چپرهار ولسوالۍ اړوند د غرفو بازار سیمه کې د یوه فیلډر موټر او موټرسایکل ترمنځ ټکر شوی چې له امله يې د موټرسایکل چلوونکی مړ شوی او د فیلډر چلوونکی تښتېدلی دی.

دغه راز هغه وايي، د جلال‌اباد اوومې امنیتي حوزې اړوند په سرخ‌اب سیمه کې یو موټرسایکل چپه شوی چې وروسته یوې رېکشا پر موټرسایکل سپور وروستی کس وهلی او مړ شوی دی.

د نوموړي په وينا، د دواړو پېښو ځای ته امنیتي ځواکونو او د ترافیکو مدیریت منسوبینو ځانونه رسولي، د مړو شوو کسانو جسدونه يې د هغوی کورنیو ته سپارلي دي.

ده وویل چې د رېکشا او موټرسایکل چلوونکي نیول شوي دي.

دغه راز د یو بل له مخې، غزني کې په دوو جلا ترافیکو پېښو کې څلور کسان ټپيان شوي دي.

د غزني امنیې قوماندانۍ له لوري پژواک ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نن سهار د اندړو ولسوالۍ په ایرګټو سیمه کې د دوو موټرونو ترمنځ ټکر شوی چې له امله یې درې کسان ټپيان شوي دي.

دغه راز، سرچینه وايي چې د جغتو ولسوالۍ اړوند قیاق دره کې يوې ښځینه موټرچلوونکې موټر چپه کړی چې له امله یې خپله ټپې شوې ده.

خبرپاڼه زیاتوي چې د یادو پېښو ټپیان د امنیتي کسانو له لوري روغتون ته انتقال شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.