ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مالیې وزارت پر ۱۱ قلمه وارداتي توکو ګمرکي تعرفه لوړه کړه

مالیې وزارت پر ۱۱ قلمه وارداتي توکو ګمرکي تعرفه لوړه کړه

author avatar
21 Jul 2024 - 16:32
مالیې وزارت پر ۱۱ قلمه وارداتي توکو ګمرکي تعرفه لوړه کړه
author avatar
21 Jul 2024 - 16:32

کابل (پژواک، ۳۱ چنګاښ ۱۴۰۳): د مالیې وزارت وایي چې د اش، مکروني، د کچالو چپسو، تعمیراتي رنګ، د نیمه پروسس شوو بوتلونو، د کاغذي دستمال، کارتن، د اوبو کولر، خاورین لوښو، د درملو خام موادو او التونسا پر وارداتو یې ګمرکي تعرفه لوړه کړې ده.

مالیې وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ويلي، د دغه وزارت د ګمرکونو او عوایدو د معین ملا عبدالقاهر حاجي ادریس په مشرۍ په روان ۱۴۰۳ مالي کې د تعرفې کمېټې دویمه ناسته په یاد معینیت کې جوړه شوه.

سرچینې ویلي چې د تعرفې کمېټې په ناسته کې له کورني تولیداتو څخه د ملاتړ او د سوداګرۍ او دولتي عوایدو اصل ته په کتو دغه پرېکړه شوې ده چې د مالیې د وزیر له منظورې وروسته به د تعرفې له اصولو سره سم پلي شي.

په خبرپاڼه کې راغلي، د اش او مکروني ګمرکي تعرفه له ۲۰ څخه ۲۵ سلنې ته، د کچالو چپس له ۳۰ څخه ۵۰ سلنې ته، د تعمیراتي رنګ له ۱۰ سلنه او ۶،۵ څخه ۱۶ سلنې ته او د پریفارم (نیمه پروسس شوي بوتلونو) له ۲،۵ څخه ۶،۵ سلنې ته لوړه شوې ده.

دغه راز سرچینه وایي، د رول په ډول کاغذي دستمال (ټیشو پېپر) ۵ څخه ۱۰ سلنې ته، کارتن او موج‌لرونکي قطۍ له ۱۶څخه ۴۰ سلنې ته، پیزار (پاپوش) له ۵ څخه ۱۰ سلنې ته ګمرکي تعرفه لوړه شوه.

د مالیې وزارت د معلوماتو له مخې، د اوبو کولر له ۵ څخه ۱۰ سلنې ته، خاورین لوښي له ۵ څخه ۱۶ سلنې ته، د التونسا څښونکي پوډر ګمرکي تعرفه له ۱۰ څخه ۳۰ سلنې ته او دغه راز د درملو خام موادو تعرفه هم لوړه شوې ده.

سرچینې ویلي، همدارنګه په سوداګریزو چارو کې د اسانتیا په موخه د یو شمېر توکو لپاره د تعرفې ملي کوډونو د جوړېدو په اړه یې هم پرېکړه وکړه.

دا په داسې حال کې ده چې تېر ۱۴۰۲ کال په لېندۍ میاشت کې هم مالیې وزارت په بوریو کې د واردېدونکو وچو شیدو، د تعمیراتي رنګ، د پلاستیکي یووار مصرف لوښو، د قالینو، موکتونو او نورو فرشونو، د ترکي بخاریو، د تریشر ماشینونو، د مالټو او کینو او د مصنوعي پنبې پر وارداتو ګمرکي تعرفه لوړه کړې وه.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.