هرات (پژواک، د زمري لومړۍ نېټه ١٤٠٣): د هرات د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي چې د چرګانو فارمونو په ډېرېدو سره، دغه ولایت د چرګو هګیو د تولید له اړخه پر ځان بسیاینې ته رسېدلی او په هرات کې د ورځې تر یو میلیون ډېرې هګۍ تولیدیږي.
د هرات د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کبانو، مرغانو او حشراتو برخې مسوول فهیم فایز له رسنیو سره په خبرو کې وویل، په هرات کې د مرغدارۍ له ۶۰ ډېرو فارمونو او د هګیو چرګو روزنې فارمونو په شتون سره دغه ولایت د هګیو د تولید له پلوه پر ځان بسیا شوی دی.
د هغه په خبره، له دغو فارمونو هره ورځ تر یو میلیون ډېرې هګۍ راټولېږي چې د هرات بازارونو ترڅنګ کابل، غزني، فراه، بادغیس، غور او هلمند ولایتونو ته هم صادریږي.
بلخوا، د چرګانو فارمونو خيني مالکین وایي چې د هګیو پلور معمولاً په ژمي کې ډېر وي او دوی له خپل کاروباره خوښ دي.
د چرګانو یوه فارملرونکي محمدحلیم پژواک ته وویل چې فارم یې د ورځې دوه زره هګۍ تولید لري او د خپلو تولیداتو د پلور له بازاره خوښ دی.
هغه وویل چې دمګړۍ په هرات کې د چرګانو فارمونه د بازار اړتیاوې پوره کوي او سربېره پر دې څنګلورو ولایتونو او مرکز ته هم صادریږي.
بلخوا، د هرات ښار اوسېدونکي په دغه ولایت کې د هګیو بیې له ټیټوالي خوښ دي او وایي چې اوسهال د هګیو قیمت مناسب دی.
د دوی په خبره، مخکې به یې یوه هګۍ په لس افغانۍ اخیسته، خو اوس د داخلي تولیداتو هګۍ له ۷ تر ۸ افغانیو اخلي.
د یادونې ده، مخکې له دې هرات ته د اړتیا وړ هګۍ له ایرانه راتلې، خو اوس حکومت له وطني تولیداتو د ملاتړ په موخه له نورو هېوادونو د هګیو او چرګانو پر واردات بندیز لګولی چې دغه کار په دغه ولایت کې د چرګانو فارمونو برخې پانګوالو له هرکلي سره مخ شوی دی.
Views: 8
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP