ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پر تازه مېوو او سبزیجاتو د پاکستان ګمرکي تعرفو لوړېدل؛ الکوزی یې حل‌لار د ترجیحي تعرفې وضع کېدل بولي

پر تازه مېوو او سبزیجاتو د پاکستان ګمرکي تعرفو لوړېدل؛ الکوزی یې حل‌لار د ترجیحي تعرفې وضع کېدل بولي

author avatar
22 Jul 2024 - 16:03
پر تازه مېوو او سبزیجاتو د پاکستان ګمرکي تعرفو لوړېدل؛ الکوزی یې حل‌لار د ترجیحي تعرفې وضع کېدل بولي
author avatar
22 Jul 2024 - 16:03

کابل (پژواک، د زمري لومړۍ نېټه ۱۴۰۳): په داسې حال کې چې د افغانستان پر تازه مېوو او سبزیو د پاکستان ګمرکي تعرفې د لوړېدو درې اونۍ تېرېږي، د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې مسوولین وايي، د دې ستونزې د حل یوازېنۍ لار د دواړو هېوادونو ترمنځ د ترجیحي تعرفې وضع کېدل دي.

د پاکستان حکومت د جون په ۲۹مه د یوې اعلامیې په خپرولو د افغانستان پر تازه مېوو او ترکاریو ګمرکي تعرفه څو چنده لوړه کړه او د جولای له لومړۍ نېټې یې عملي کړې ده.

د پاکستان دغه اقدام افغان سوداګرو ته د زیان اوښتو لامل شوی او هغوی د دې تعرفې د ژر تر ژره ټیټېدو غوښتونکي دي.

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډه خونه یاده موضوع تاییدوي او وايي، د تېر په پرتله د افغانستان پر مېوو او ترکاریو ګمرکي تعرفه لس برابره ډېره شوې ده.

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې یو مسوول ټینګار کوي چې دغه پرېکړه د دواړه هېوادونو د سوداګرو په ګټه نه ده.

هغه زیاته کړې: «تېرو کلونو کې په همدې ورځو کې به څه باندې ۵۰۰ کانټینره مېوه او ترکاري پاکستان ته تلل خو اوس ۲۰ کانټینره هم په سختۍ ځي، هغه هم ګران تمامېږي.»

الکوزي وویل، یاده ستونزه یې د پاکستان له حکومت سره شریکه کړې خو ورته ویل شوي چې د دغه هېواد حکومت د «ډېرو پورونو» له امله پر ټولو بهرنیو توکو تعرفه لوړه کړې ده.

ورته مهال، هغه وايي چې د یادې ستونزې د حل یوازېنۍ لاره د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ترجیحي تعرفې وضع کول دي څو د دواړو هېوادونو پر اړتیا وړ توکو باندې تعرفه به بشپړه توګه له‌منځه ولاړه شي.

یو شمېر افغان سوداګر هم په دغه موسم کې د پاکستان له لوري د افغانستان پر تازه مېوو او سبزیجاتو د ګمرکي تعرفې لوړېدل یوه جدي ستونزه بولي.
د تازې مېوې سوداګر امید حیدري وايي، یاد اقدام نه یوازې د افغانستان د سوداګرو او کروندګرو، بلکې د پاکستان د سوداګرو پر زیان هم دی.

هغه پر دې د ټینګار ترڅنګ چې سوداګریزې اړیکې باید سیاسي نه شي، له دواړو هېوادونو وغوښتل څو یادې ستونزې ته رسېدنه وکړي.

بل سوداګر رفیع‌الله چې مخکې له دې یې پاکستان ته زردالو صادرول وايي، که یادې ستونزې ته رسېدنه ونه‌شي، دوی ته به هیڅ ګټه پاتې نه‌شي.

ورته مهال، یو شمېر اقتصادي کارپوهان وايي چې د هېواد د سبزیو او مېوو له ضایع کېدو د مخنیوي لپاره باید ټولو ولایتونو کې سړې خونې جوړې شي او د پاکستان پر ځای پر نورو لارو فکر وشي.

اقتصادي کارپوه عبدالنصیر رښتیا وايي، پاکستان هر کال د مېوو په موسم کې دغه ډول اقدامات کوي او ورسره د مقابلې لپاره باید افغانستان هم د پاکستان پر محصولاتو موسمي تعرفه ولګوي.

هغه دغه‌راز له سرپرست حکومته وغوښتل څو د محصولاتو له خرابېدو د مخنیوي لپاره د هېواد په ټولو ولایتونو کې سړې خونې جوړې کړي.

اقتصادي کارپوه لمر خپلواک وايي چې د هېواد محصولاتو صادرولو لپاره باید یوازې پر پاکستان بسنه ونه شي او بر نورو بندرونو لکه هوايي دهلېزونو دې فکر وشي.

یادې اندېښنې او غوښتنې مو د صنعت او سوداګرۍ وزارت له ویاند عبدالسلام جواد سره شریکې کړې، خو د راپور تر خپرېدو مو ځواب ترلاسه نه‌کړ.

د ویلو ده، پاکستان هر کال د افغانستان د تازه مېوو موسم پر مهال په بېلابېلو پلمو د یادو محصولاتو د صادراتو پر وړاندې خنډونه رامنځته کوي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.