ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جوبایډن د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې له نوماندانۍ تېر شو

جوبایډن د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې له نوماندانۍ تېر شو

author avatar
22 Jul 2024 - 10:59
جوبایډن د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې له نوماندانۍ تېر شو
author avatar
22 Jul 2024 - 10:59

کابل (پژواک، د زمري لومړۍ نېټه ۱۴۰۳): د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر جوبایډن د دغه هېواد د ۲۰۲۴ کال په ولسمشریزو ټاکنو کې له نوماندانۍ تېر شو او ویې ویل چې له خپلې اوسنۍ مرستیالې کاملا هریس څخه د خپل ګوند د نوماندې په توګه ملاتړ کوي.

بایډن دغه اعلان تېره شپه پر خپله اېکس‌پاڼه کړی دی.

هغه لیکلي: «دا مې د ژوند تر ټولو غوره ویاړ و چې ستاسو د جمهور ريیس په توګه مې خدمت وکړ؛ که څه هم چې بیا انتخاب کېدل مې نیت و، زه باور لرم چې دا د هېواد او ګوند په ګټه ده چې استعفا وکړم او په پاتې دوره کې یوازې د جمهور رییس په توګه پر خپلې دندې تمرکز وکړم.»

د بایډن د ولسمشرۍ دوره د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ په ۲۰مه پای ته رسېږي.

د امریکا ولسمشر له یاد اعلان څو شېبې وروسته د ګوند کاندیدې په توګه له خپلې اوسنۍ مرستیالې کاملا هریس څخه ملاتړ څرګند کړ.

هغه لیکلي: «نن غواړم د جمهور رییس د مرستیالې کاملا هریس سره بشپړ ملاتړ او منظوري اعلان کړم چې سږ کال زموږ د ګوند کاندیده وي.»

بایډن همدارنګه پر ډیموکراتانو غږ کړی چې مخکني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته د ماتې ورکولو لپاره یو لاس شي.

بایډن – چې ۸۱ کاله عمر لري-  د جمهوري ریاست له کاندیدۍ په داسې حال کې تېر شو چې د کرونا په ویروس د اخته کېدو له امله په خپل کور کې قرنطین دی.

د بایډن پر ځای به کاملا هریس د نومبر په میاشت کې له مخکني ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره سیالي کوي.

که چېرې مېرمن هریس د ډیموکراتانو په ملي کنوانیسون کې چې په اګسټ کې د شیکاګو په ښار کې دایریږي، د دغه ګوند وروستۍ کاندیده شي، دا به د متحده ایالتونو په ۲۴۸ کلن تاریخ کې لومړی ځل وي چې یوه تورپوستې مېرمن چې د جنوبي اسیا ریښه هم لري، د یو ستر ګوند د کاندیدې په توګه ټاکل کېږي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.