Language

د کندهار امنیه قومانداني: له رسمي خبرتیا مخکې دې د سپين‌بولدک – چمن پر دروازه تګ راتګ نه کېږي

کندهار (پژواک، د زمري لومړۍ نېټه ۱۴۰۳): په داسې حال کې چې تېره ورځ له ډیورنډ فرضي کرښې هغې غاړې چمن کې پرلت‌والو خبر ورکړ چې پاکستاني لوري ورته د سپين‌بولدک - چمن پر دروازه له پاسپورټ او ویزې پرته د تګ راتګ اجازه ورکړې، خو لا هم لار د پاکستاني ځواکونو له لوري تړلې ده.

شاوخوا لس میاشتې مخ:ې پاکستاني ځواکونو د سپین‌بولدک - چمن له دروازې دواړو غاړو ته پر تېرېدونکو کسانو د پاسپورت او ویزې درلودل جبري کړل چې ورسره سم د ډیورنډ فرضي کرښې هغې غاړې ته د چمن اوسېدونکو یې په اعتراض کې پرلت پیل کړ.

تېره ورځ د یاد پرلت ګډونوالو خبر ورکړ چې له پاکستاني چارواکو سره یې خبرې پای ته رسېدلې او پر دې دروازه به له دې وروسته خلک په تذکره او پاکستاني شناختي‌کارت تګ راتګ کولی شي.

که څه هم تېره ورځ څو ساعتونه خلکو ته د تګ راتګ اجازه ورکړل شوې وه، خو پاکستاني لوري دروازه بېرته تړلې ده.

اوس د کندهار امنیتي مسوولین وایي، د سپین‌بولدک - چمن دروازه تر اوسه د تذکرې او شناختي‌کارت لرونکو کسانو پر مخ نه‌ده پرانيستل شوې او خلک دې پرې له تګ راتګه ډډه وکړي.

د کندهار امنیې قوماندانۍ ویاند ملا اسدالله جمشید پژواک خبري اژانس ته وویل، په سپین‌بولدک ولسوالۍ کې پر فرضي کرښه امنیتي ځواکونو هیڅکله هم د خلکو د تګ راتګ مخنیوی نه دی کړی او زیاتوي چې ستونزې هر وخت د پاکستاني چارواکو له لوري رامنځته کېږي.

د هغه په وینا، پاکستاني لوري له تېرو لسو میاشتو راهیسي دروازه تړلې وه چې اوس یې د پرانیستلو لپاره همغږۍ ته اړتیا ده او په خبره یې، خلک دې تر رسمي خبرتیا د تګ راتګ هڅه نه‌کوي.

 نوموړي زیاته کړه: «زموږ امنیتي ارګانونه په هیڅ وخت کې د هېوادوالو او د فرضي کرښې  د هغې غاړې اوسېدونکو د تګ راتګ مخنیوی نه‌کوي، البته مقابل جانب پاکستاني چارواکي دوی ته ستونزې ایجادوي او د مراجعینو د تګ راتګ مخه نیسي چې بار بار دا واضح شوې هم ده، نو له ټولو مراجعینو څخه هیله کېږي چې تر رسمي خبرتیا مخکې دې د تګ راتګ هڅه نه کوي چې د ازاېدو لامله مو ونه ګرځي.»

دا په داسې حال کې ده چې د چمن پرلت‌کوونکي وايي، که پاکستان لوری ورسره په خپله خبره ونه‌دریږي، یو ځل بیا به خپلو اعتراضونو ته دوام ورکړي.