Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د لوړو زده‌کړو وزارت: نوو فارغېدونکو محصلینو ته په دولتي ادارو کې د جذبېدو زمینه برابروو

ګردېز (پژواک، د زمري لومړۍ نېټه ۱۴۰۳): د لوړو زده‌کړو وزارت د همغږۍ عمومي ریيس وايي، دغه وزارت له نورو وزارتونو سره په ګډه کار کوي څو له پوهنتونونو نوي فارغېدونکي کسان پر دندو وګومارل شي.

دغه څرګندونې د لوړو زده‌کړو وزارت د همغږۍ عمومي ریيس مولوي کلیم‌الله محمدي نن په مرکز ګردېز کې له محصلینو سره په یوه ګډه غونډه کې وکړې.

نوموړي محصلينو ته ډاډ ورکړ چې د اسلامي امارت مشرتابه د هدايت له مخې به ټول فارغېدونکي محصلين اړوند وزارتونو او اداراتو کې پر دندو وګومارل شي.

نوموړي وويل: «هڅه کوو چې فارغېدونکو محصلينو ته زمينه‌سازي د کار وکړو، له نورو وزارتونو سره مو رابطې کړې دي، دا پرون هم د ترانسپورټ او هوايي چلند له وزارته مکتوب راغلی و او زموږ څخه يې د کمپيوټر ساينس محصلين غوښتي وو، نو هر وزارت ته به د خپل مسلک اړوند کسان ورکوو.»

هغه دغه راز زیاته کړه، لوړو زده‌کړو وزارت د زده‌کړو معياري کولو برخه کې هم هڅې ګړندۍ کړې دي.

نوموړي ژمنه وکړه چې د پکتيا پوهنتون کې به په نږدې راتلونکي کې د بېلابېلو پوهنځيو محصلينو عملي زده‌کړو لپاره د څېړنو مرکزونه پرانيستل شي او هم به د طب پوهنځي لپاره کادري روغتون په بشپړ ډول فعال شي.

ورته مهال، يو شمېر محصلين هم له حکومتي مسوولينو غوښتنه کوي چې له فراغت وروسته ورته د کار زمینه برابره کړي.

د پکتیا پوهنتون د کمپيوټرساينس پوهنځي د څلورم ټولګي محصل سعيدالله پژواک ته وويل چې حکومت باید نوي فارغېدونکي کسان پر دندو وګوماري.

دغه راز یوه بل محصل محمدکريم هم پژواک ته وويل چې په خپل مسلک کې د کار لپاره بايد په اړوند دولتي ادارو کې پر دنده وګومارل شي.

د پکتيا پوهنتون د مسوولينو د معلوماتو له مخې، سږ کال به د دغه پوهنتون له اتو پوهنځيو ۱۰۶۶ محصلين فارغ شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.