ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

یو شمېر ځوانان: ا.ا دې کارموندنې ته لومړیتوب ورکړي

یو شمېر ځوانان: ا.ا دې کارموندنې ته لومړیتوب ورکړي

کابل (پژواک، ۲ چنګاښ ۱۴۰۳): د هېواد یو شمېر ځوانانو بېکاري لویه ستونزه بللې، تېر حکومت یې د کارموندنې برخه کې پر بې‌کفایتۍ تورن کړی او د اسلامي امارت له مسوولینو غواړي چې کارموندنې ته لومړیتوب ورکړي.

یاد ځوانان وايي، په داسې حال کې چې له بېکارۍ ځورېږي، ځیني استفاده‌کوونکي خلک په ټولنیزو شبکو کې د خپلو فالورانو (تعقیبوونکو) ډېرولو په موخه د کارموندنې ناسم او غولوونکي اعلانونه خپروي او یو شمېر نور دفترونه د پیسو ترلاسه کولو په موخه ځوانان غولوي.

د اسلامي امارت ویاند وايي، د کارموندنې پروګرامونه د سرپرست حکومت لومړیتوب دی او په تېرو درېیو کلونو کې په بېلابېلو برخو کې ځوانانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

ځوانان: اسلامي امارت دې کارموندنې ته لومړیتوب ورکړي

د کابل ښار یوې اوسېدونکې ارزو پژواک خبري اژانس ته وویل: «درې کاله کېږي وزګاره یم، د کارموندنې څو دفترونو ته لاړم خو له بده‌مرغه کار راته پیدا نه شو.»

هغه په ډېرو ټولنیزو شبکو، په ځانګړې توګه فېسبوک کې د کارموندې اعلانونه ناسم او غولوونکي وبلل او زیاته یې کړه: «ټول دروغجن دي، په دې موخه چې ډېر لایکونه او کمېنټونه ترلاسه کړي او یا د بلې موخې لپاره دا ډول کارونه کوي.»

ارزو هم په تېرو حکومتونو نیوکه وکړه او و یې ویل: «د اشرف غني د حکومت پر مهال به دې چې هرې ادارې ته مراجعه کوله، بې ګټې وه، معیار رشوت او شناخت و، پوهې او لیاقت ته پاملرنه نه کېده.»

هغه په ټولنیزو شبکو کې د کارموندنې اعلانونو ته په اشاره وایي: «ډېر سایټونه د کارموندنې اعلانونه ږدي، لینک یې هم ږدي، کله چې د لېنک خلاصولو کوښښ کوو، نه خلاصېږي، د کارموندنې یو شمېر داسې دفترونه هم دي چې پیسې اخلي، کله چې فورم ډک کړې، درې ځلې کار پیدا کوي چې مناسب وي یا نامناسب، بیا وايي چې موږ درې ځلې کار پیدا کړ، تاسو ورته مناسب نه واست.»

نوموړی زیاتوي، که چېرې اعلان سم وي، معاش ډېر لږ او هيڅ وي چې د لارې کرایه هم نه کېږي.

ارزو بې‌کاري ځوانانو لپاره یوه لویه ستونزه بولي او وايي، ډېر لوستي ځوانان د کار نشتوالي له امله کډوالۍ ته مخه کوي چې ډېری وخت له بد برخلیک سره مخ کېږي.

هغه هم له اسلامي امارته غواړي چې کارموندنې او د بې‌کارۍ له منځه وړلو ته لومړیتوب ورکړي.

ورته مهال، ۲۰ کلن حبیب‌الله چې د کار زده‌کولو دورې تېرولو لپاره یې څو دولتي او غیردولتي دفترونو ته مراجعه کړې وايي: «اوسمهال خپله د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د درېیم کال محصل یم، انګلیسي او کمپیوټر کې ښه بلد یم او غواړم چې یو چېرته د خپل کار عملي دوره تېره کړم، خو تر اوسه نه یم بریالی شوی.»

هغه چې خپل راتلونکي ته اندېښمن دی د دې په ویلو هسې نه د نورو ځوانانو په څېر له پوهنتونه تر فراغت وروسته وزګار پاتې شي، زیاتوي: «اسلامي امارت دې کارموندنې ته لومړیتوب ورکړي.»

خو دا يوازې د کابل ځوانان نه دي چې له بېکارۍ ځوریږي، بلکې د هېواد په ولايتونو کې هم يو شمېر ځوانان هم له بېکارۍ شکايت کوي.

د مزارشريف اوسېدونکی زرين حميدي چې له شپږو کلونو راهيسې بېکاره دی وايي: «‎له هغې ورځې چې بېکاره شوي یم، تر نن ورځې پورې د کارموندنې سایټونه ګورم، ‎د کارموندنې سلګونو سايټونو ته مې نوملیکنه کړې، خو مثبت ځواب مې نه دی ترلاسه کړی.»

هغه زیاته کړه: «حتا څو ځلې یې دفترونو ته ورغلم او فورمې مې ډکه کړې، پیسې مې ورکړې؛ وايي سمه ده زنګ درته وهو، خو هيڅ ځواب یې رانه‌غی.»‎

هغه وايي، د انجنيري له پوهنځي فارغ دى، د تېر حکومت پر مهال يې په خپله برخه کې ‎يو کال کار کړی او وروسته يې څلور کاله د رشتې خلاف کار کړی خو له شپږو کلونو راهيسې بېکاره دى او تر اوسه نه دى توانېدلى دنده پيدا کړي.

هغه بېکاري په هېواد کې لويه ستونزه بولي، پر تېرو حکومتونو يې نيوکه وکړه او زياتوي: «غني او کرزي د کارموندنې لپاره هیڅ ونه کړل، ورځ په ورځ د بېکارۍ کچه ډېرېده، هرې ادارې ته به چې تلې، جذب د شناخت پر اساس و، سمت‌پالنې په ډاګه شتون درلود؛ ‎اوس په‌کار ده چې سرپرست حکومت دغه تشه ډکه کړي او خلکو ته کار پیدا کولو ته لومړیتوب ورکړي.»

د باميان ښار اوسېدونکې نجيبه وايي: «درې کاله مخکې ‎د اسلامي امارت له بريا وروسته مې خپله دنده له لاسه ورکړه، اوس په کور کې یم ‎او له ډېرو ستونزو سره ژوند تېروم، واقعاٌ زما لپاره ډېره سخته ده.»

هغه له اقتصادي ستونزو شکایت کوي او زیاتوي: «اسلامي امارت باید د کارموندنې پروګرامونو ته لومړیتوب ورکړي، باید ښځو او نارینه‌وو ته د کار زمینه برابره کړي، کنه نو هېواد به د ناورین پر لور ولاړ شي.»

بلخوا، د غور د فېروزکوه ښار اوسېدونکى ضياءالحق وايي، پنځه کاله مخکې د غور پوهنتون د دري ژبې او ادبياتو له څانګې فارغ شوى، خو لا هم بېکاره دى.

هغه وايي: «له پوهنتونه فارغ شوم، ډېر کوښښ مې وکړ، خو وظیفه راته پیدا نه‌شوه، مجبور شوم چې په ناقانونه ډول ايران ته ولاړ شم، ډېرې سختۍ مې تېرې کړې څو ایران ته ورسېږم، درې کاله مې کار وکړ خو کار دروند و، بېرته هېواد ته راستون شوم.»

هغه زیاته کړه: «دوه کاله کېږي چې بېرته راغلی یم، هره ورځ د اکبر سایټ ګورم، مؤسساتو ته سي‌وي لېږم، خو هيڅ نه شارټ‌لېست کېږم، په ‎کار پسې ګرځم خو له بده مرغه ‎نه پیدا کېږي، که وضعیت همدا ډول دوام وکړي، اړ یم چې بېرته ایران ته ولاړ شم.»

هغه له سرپرست حکومته غواړي چې د ده په شان نورو ځوانانو ته هم د کار زمینه برابره کړي، څو دوی سرګردانه کېدو مخنیوی وشي.‎

په غور ولايت کې یو بزګر نجيب‌الله وايي، وروستيو سېلابونو يې ځمکې ویجاړې کړې او له بېکارۍ او اقتصادي ستونزو کړیږي.

هغه هم له سرپرست حکومته غواړي چې خلکو ته د کاري زمینو برابرولو ته لومړي‌توب ورکړي.

پر لیکه (انلاین) بڼه د دندو اعلانونه؛ ځیني یې د خلکو تېر ایستل بولي‎

د «کانکور اسکالرشیپ جابس» تر نوم لاندې د فېسبوک ټولنیزې پاڼې د « د ۱۲، ۱۴، ليسانس او ماسټرۍ فارغینو لپاره په کابل او ولایتونو کې د ملګرو ملتونو او نړۍوالو موسسو او سفارت‌خونو کې څه باندې ۳۰۰ کاري بستونه» تر عنوان لاندې مطلب خپور کړی دی.

فېسبوک کاروونکی اجمل قریشی د یا پوسټ په پای کې لیکلي: «دا ټول دروغ دي، باور مه کوئ، موخه یې یوازې ساعت تېرول او د خلکو ځورول دي بس... د کانکور سکالرشیپ د ملګرو ملتونو د بستونو پر اعلان څه، بیا دوولسم پاس ته دومره لوړ معاشونه... .»

دغه‌راز، د «افغان جابس» په نوم د فېسبوک ټولنیزې پاڼې د «په اغاخان خیریه موسسه کې د ۵۸ کاري بستونو اعلان» تر عنوان لاندې مطلب خپور کړی.

د جان‌محمد په نوم په فېسبوک کاروونکي لیکلي: «پر خلکو ملنډې مه وهئ، خدای ج په قهر کېږي.»

دغه‌راز یوه بل فېسبوک کاروونکی ایمل اکبري لیکلي: «دروغ دي.»

کارپوهان: بېکاري د ټولو ستونزو لامل؛ کاري پروګرامونو ته باید لومړيتوب ورکړل شي

په غور ولایت کې د ټولنیزو چارو کارپوه عبدالظاهر ابراهیمي پژواک ته وویل: «کوم معلومات چې موږ لرو، له بده مرغه د ورځې له بېلابېلو قشرونو لږ تر لږه ۶ تر ۱۰ کسان له دې امله چې کاري زمینه ورته برابره نه ده او اقتصادي وضعیت یې خراب دی، هېواد پرېږدي ایران یا پاکستان او نورو هېوادونو ته ځي، خو له دې بده دا چې ډېری دغه ځوانان په قاچاقي توګه کډوال کېږي چې د لارې په اوږدو کې ډېرې ستونزې او سختۍ ویني، د قاچقبرانو له لوري یې سپکاوی کېږي، د ایراني پوله‌ساتو له لوري وهل کېږي او نیول کېږي او په لسګونو نورې ستونزې.»

هغه زیاته کړه، د افغانستان اسلامي امارت کولای شي د پراختیایي پروژو پیلولو، د سوداګریزو شرکتونو او تولیدي کارخونو په فعالولو سره په غور او نورو ولایتونو کې ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړي.

مسوولین: اسلامي امارت د کارموندنې برخه کې پرله‌پسې هڅې کوي

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد پژواک خبري اژانس ته وویل: «اسلامي امارت پرله‌پسې هڅه کړې چې کارموندنه ډېره شي او ځوانان سالمې بوختیاوې ترلاسه کړي.»

هغه زیاته کړه: «یوازې د کانونو برخه کې موږ کولای شو ووایو چې شاوخوا یو سل او پنځوس زره کسانو ته د کار زمینه برابره شوې او د تېر په پرتله ادارو کې هم کارموندنه ډېره شوې، یوازې هغه کسان چې د حکومت په چوکاټ کې کار کوي، شاوخوا یو میلیون او څلوېښت زره کسان دي او ټولو ته پر وخت معاش رسېږي.»

مجاهد وايي چې په نورو برخو کې د اعلانونو له لارې بستونه اعلانېږي، ځوانان او لوستي کسان له امتحان ورکولو وروسته پر کار ګومارل کېږي.

نوموړي زیاته کړه: «لویې پروژې له همدې امله رامنځته شوې چې کارموندنه وشي، دغه‌راز پانګونه په بېلابېلو برخو کې جلبېږي؛ یعنې یوه پروسه روانه ده خو دا تر دې چې د هغې تر نهایي حده ورسېږو چې ټول ځوانان په کار شي لا مزل پاتې دی؛ ځکه پوهېږو اقتصاد چې ضعیف وي، ستونزې چې وي په یو وار د حل لاره ورته نه پیدا کېږي خو په وخت سره به ټولې ستونزې اسانه شي، اسلامي امارت په جدي توګه د کارموندنې برخه کې کار کوي.»

هغه چې پرون مازدیګر یې په دې اړه پژواک خبري اژانس ته ځواب ورکړ، وویل: «ان‌شا‌ءالله په همدې نږدې وختونو کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کارموندنې برخه کې یو عمومي کنفرانس هم لري چې ګټور به وي.»

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.