Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

غزني کې یو کس د خپلو دوو ښځو د وژلو په تړاو نیول شوی

غزني ښار (پژواک، ۲ زمری ۱۴۰۳): د غزني امنیه قومانداني وايي چې په دغه ولایت کې یوه کس خپلې دوې ښځې وژلې او د درېیمې سترګې یې ړندې کړې دي.

د غزني امنیې قوماندانۍ ویاند ابو خالد سرحدي پژواک خبري اژانس ته وویل چې تېره ورځ ناوخته د اندړو ولسوالۍ امنیتي ځواکونو هغه کس نیولی چې خپلې دوې ښځې یې وژلې او د درېمې مخ ته یې تېزاب پاشلي دي.

هغه وايي: «دغه کس درې ښځې درلودې او دوې یې مخکې وژلې وې او اوس یې د دریمې مخ ته تېزاب پاشلي او دواړه سترګې ورته ړندې کړې دي.»

دی زیاتوي چې یاد کس د غزني د قره‌باغ ولسوالۍ د ګونګي کلي اوسېدونکی دی چې یو ځل له امنیتي کسانو تښتېدلی هم و.

د هغه په وینا، دغه کس اوسمهال په اندړو ولسوالۍ کې تر څېړنو لاندې دی چې د دوسیې تر بشپړېدو وروسته به عدليي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.