Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کار ملي کنفرانس؛ چارواکي: له بېکارۍ سره مبارزه مو له لومړیتوبونو ده

کابل (پژواک، ۲ زمری ۱۴۰۳): افغان چارواکو د کار ملي کنفرانس کې وویل چې د بېکارۍ کچې ټیټېدو لپاره هڅې دوام لري، غربي هېوادونو دې هم پر افغانستان بندیزونه پای ته ورسوي او ا.ا ته دې د همکارۍ لاس ورکړي.

د کاري فرصتونو د رامنځته کولو په موخه نن په کابل کې د دوو ورځو لپاره د کار ملي کنفرانس پیل شو.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست ملا عبدالمنان عمري په دغه کنفرانس کې وویل: «پر هېواد د څو لسیزو په جریان کې د مختلفو یرغلونو له امله د ټولنې زېربناوې سختې زیانمنې شوې او طبیعي ده چې کار او د کار بازار هم له دې څخه مستثناء نه دی او ورڅخه متاثره او متضرر شوی دی.»

ده وویل، سره له دې چې پر افغانستان «ظالمانه او بې‌‍‌‌مفهومه» مالي بندیزونه لګېدلي خو د افغانستان اسلامي امارت د بېکارۍ پر وړاندې مبارزه له خپلو مهمو مسؤولیتونو او لومړیتوبونو څخه بللې او په دې برخه کې کار کوي.

د ده په خبره، د اړوندو سکټورونو له لارې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې ګڼ شمېر ټولګټې پروژې پلې شوې او ځینې یې د پلې کېدو په حال کې دي او له لارې یې ډېرو هېوادوالو ته په مستقیم او غیرمستقیم ډول د کار زمینه برابره شوې ده.

د هغه د معلوماتو له مخې، اوس‌مهال تر یو میلیون ډېر کسان په مختلفو دولتي ادارو کې کار کوي.

د ده په خبره، د کار او ټولنیزو چارو وزارت مسؤولیت لري چې هېوادوالو ته د کارموندنې د فرصتونو اسانتیاوې رامنځته کړي، د هغوی له حقوقو څخه دفاع وکړي او په هېواد کې د کار لپاره غوره او معیاري شرایط برابر کړي.

عمري وویل، د وخت اړتیاوو ته په کتو د کار په قانون کې تعدیلات راغلي چې په نافذیدو سره به یې د کار په برخه کې ډېرې ستونزې حل او د کارګرانو حقوق به تأمین شي او د هغوی شته اندېښنو ته به قانوني او معقول ځواب او د حل لارې پیدا کړي.

دی وایي: «په ۱۵ امارتي ادارو سره په همغږۍ مو د کارموندنې ملي پالیسي جوړه کړې ده چې د ا.ا.ا کابینې ته وړاندې شوې،‌ په تطبیق سره به یې په هېواد کې د کارموندنې برخه کې تر ډېره اغېزمنه واقع شي او مختلفو سکټورونو او برخو کې به ګڼ شمېر کاري فرصتونه رامنځته کړي.»

هغه زیاته کړه، د بېرته راستنېدونکو افغان کډوالو لپاره د کارموندنې جامع کړنلاره جوړه شوې چې د مختلفو سکټوري او غیرسکټوري ادارو دندې او مکلفیتونه په کې په ګوته شوي او د تأیید لپاره د اسلامي امارت د مشرتابه مقام ته استول شوې ده.

دی زیاتوي، د کار ملي کنفرانس مهمې موخې دا دي چې د وخت اړتیاوو ته په کتو د کار بازار په ښه او منظم ډول پراختیا ومومي څو له یوې خوا کاري فرصتونه رامنځته او له بلې خوا د هېواد په کچه له بېکارۍ سره مبارزه وشي.

د ریاست‌الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر هم یاد کنفرانس کې وویل چې هر یو چارواکی د بېکارۍ په څېر د ټولنیزو ستونزو په حل کې ځان مسؤول ګڼي.

دی وایي چې اسلامي امارت له اقتصادي بندیزونو او د مالي زېرمو له کنګل کېدو سره سره د بېکارۍ د عواملو لرې کولو ته پاملرنه کړې، د ناامنۍ ټغر یې ټول کړی، لویې لارې او ترانزیټي بندرونه یې فعال کړي دي.

ده وویل، اسلامي امارت د نړۍ په کچه ۳۸ فعالې سیاسي استازولۍ لري او دا اړیکې به ورځ تر بلې پراختیا مومي.

مولوي عبدالکبیر وویل: «هېواد کې د بېکارۍ او فقر د کمښت په اړه پر غربي هېوادونو غږ کوم چې د افغانستان په مظلوم ولس او د ا.ا.ا په مشرانو ظالمانه، بې‌قانونه او ناعادلانه بندیزونه پای ته ورسوي؛ اسلامي امارت ته هم د نړۍوالې ټولنې د فعال غړي په توګه د همکارۍ ډاډمن لاس ورکړي.»

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي هم په دغه غونډه کې وویل: «ډېر څه مو له دنیا سره په ګټه او تاوان کې شریک دي، د مثال په توګه مخدر مواد. اوس معتادین علاج غواړي او بزګر بدیل معیشت، خو متاسفانه، نړۍوالې ټولنې په دې برخو کې نه یوازې دا چې خپل مسؤولیتونه یې نه دي ترسره کړي، بلکې په مختلفو برخو کې یې محدویتونه هم وضع کړي.»

ده وویل، د مضره ګازاتو په تولید کې افغانستان هیڅ رول نه‌لري، خو اقلیمي بدلون هر کال افغان ولس ته په طبیعي پېښو او سېلابونو کې زیانونه اړوي.

متقي وویل، د امنیت په برخه کې اسلامي امارت خپل مسؤولیت ادا کړی، خو ګاونډیو او سیمه‌ییزو هېوادونو په دې برخه کې پوره همکاري نه‌ده کړې او دا چې امنیت ښه شوی باید د بېکارۍ ستونزې په حل کې هم لازم اقدامات وشي.

ده زیاته کړه: «که څه هم د بېکارۍ په برخه کې مو اقدامات کړي، اداري فساد مو له منځه وړی، ګڼ شمېر بنسټېزې پروژې تطبیق شوې یا د تطبیق په حل کې دي، خو دا هڅې باید لا پراخې او د کاریابۍ په برخو کې اړین ګامونه واخیستل شي.»

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ملا هدایت‌الله بدري هم د کار ملي کنفراس کې وویل چې د کانونو سکټور توانېدلی چې ګڼ شمېر هېوادوالو ته کاري زمینه برابره کړي او دم‌ګړۍ ۴۰ زره کسان په مستقیم او غیرمستقیم ډول پر کارونو بوخت دي.

ده وویل: «په معیاري او قانوني ډول د معادنو استخراج ته ژمن یو؛ په دې برخه کې لازمې هڅې او پاملرنه شوې ‌دي، همداراز غواړو بهرنیو هېوادونو ته د معادنو د خامو موادو پر ځای پروسس شوي مواد صادر کړو او خپلو هېوادوالو ته نور کاري فرصتونه رامنځته کړو.»

په دغه غونډه کې د رییس‌الوزرا ملا محمدحسن اخند پیغام هم ولوستل شو چې په کې راغلي، بېکاري او فقر د افغاني ټولنې له ستونزو څخه یوه مهمه ستونزه ده چې تېرو څلورنیمو لسیزو کې د جګړو او پردیو لاسوهنو محصول دی او اسلامي امارت ته په میراث پاتې دی.

پیغام کې راغلي چې د ټولو ادارو، خصوصي سکټور، مرستندویه سازمانونو او په کنفرانس کې د بهرنیو استازو دنده ده چې له بېکارۍ سره د مبارزې په موخه د کار ملي کنفرانس د بریا لپاره هڅې وکړي او د دغه کنفرانس له پای ته رسېدو سره هم د کار او ټولنیزو چارو له وزارت سره په همغږۍ خپلې موخې تعقیب کړي څو کاري فرصتونه رامنځته او د بېکارۍ کچه ورسره ټيټه شي.

هغه له خصوصي سکټور څخه هم غوښتي چې د ښه کاري چاپېریال او پانګونې لپاره له اسانتیاوو څخه سالمه ګته واخلي او د اړتیا وړ ځایونو کې خپل فعالیتونه لا پراخ کړي څو ورسره د بېکارۍ کچه ټېټه شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.