Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

له خوست څخه زرګونه بوتله بې‌کیفیته شربت بېرته پاکستان ته وګرځول شول

له خوست څخه زرګونه بوتله بې‌کیفیته شربت بېرته پاکستان ته وګرځول شول

author avatar
23 Jul 2024 - 14:39
له خوست څخه زرګونه بوتله بې‌کیفیته شربت بېرته پاکستان ته وګرځول شول
author avatar
23 Jul 2024 - 14:39

خوست ښار (پژواک، ۲ زمری ۱۴۰۳): خوست ولايت ته له پاکستانه وارد شوي څه د پاسه ۴۲ زره بوتله شربت چې کيفيت يې ټيټ ارزول شوی، بېرته ور وګرځول شول.

دغه بې‌کيفيته شربت چې د يوه خصوصي شرکت له خوا وارد شوي وو، نن (د زمري ۲مه) د خوړو او درملو د کنترول امريت له خوا بېرته پاکستان ته وګرځول شول.

په خوست کې د خوړو او درملو ادارې مشر ډاکټر ګلزار فقير وايي، په تېرو درېيو مياشتو کې دوی سلګونه قلمه درمل او خوراکي توکي چې د مرکزي لابراتوار پر اساس يې کيفيت ټيټ ارزول شوی، بېرته يې صادرونکو هېوادونو ته مستدرد کړي دي.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل، د دوی د نوي طرزالعمل له مخې چې په نږدې راتلونکي کې به عملي شي، پر اساس به يې هېواد ته د دا ډول وارداتو مخه په بشپړ ډول ونيول شي.

په همدې حال کې، د دغه ولايت اوسېدونکي هم د حکومت دغه اقدام ستايي، خو په ورته وخت کې غوښتنه لري چې د دغه کار عاملين هم بايد خپله سزا وويني.

د خوست يوه اوسېدونکي جلال درمان پژواک ته وويل، ښايي اوس هم د ښار په ډېرو هټيو او پلورنځيو کې بې‌کيفيته درمل او خوراکي توکي وپلورل شي.

د هغه په وينا، د دې لپاره چې د يادو بې‌کيفيته درملو او خوراکي توکو د پېر او پلور مخه نيول شوې وي، اړونده مسوولين دې خپل څار او نظارت زيات کړي.

د دغه ولايت يوه بل اوسېدونکي شېرجان بيا پژواک ته وويل، هېواد ته د بې‌کيفيته او په تاريخ تېر درملو او خوراکي موادو د واردلو د مخنيوي ښه لار په صفري کرښه د لابراتور جوړول دي.

نوموړي په خپلو خبرو کې له سوداګرو هم وغوښتل چې هېواد ته باکيفيته توکي وارد کړي څو يې ځان او ولس له ستونزو او مشکلاتو ساتلی وي.

یادو کسانو ټینګار وکړ، کوم خلک چې هېواد ته بې‌کیفیته توکي واردوي باید سزا ورکړل شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.