Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

متقي: د اوبو د شتون په صورت کې به ایران ته کافي اوبه ورځي

متقي: د اوبو د شتون په صورت کې به ایران ته کافي اوبه ورځي

author avatar
24 Jul 2024 - 09:06
متقي: د اوبو د شتون په صورت کې به ایران ته کافي اوبه ورځي
author avatar
24 Jul 2024 - 09:06

کابل (پژواک، ۳ زمری ۱۴۰۳): د افغانستان بهرنیو چارو سرپرست وزیر له ایراني پلاوي سره لیدنه کې ویلي چې د اوبو د شتون په صورت کې به دغه هېواد ته د هلمند سیند کافي اوبه ورځي.

د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي تېره ورځ د ایران د انرژۍ وزارت د مرستیال جوانبخت په مشرۍ له یوه پلاوي سره وکتل.

خبرپاڼه کې راغلي، په دې لیدنه کې د دوه اړخیزو اړیکو، د هلمند سیند اوبو او په اوبیزو پروژو کې د همکاریو په اړه هر اړخیزې خبرې وشوې.

خبرپاڼه کاږي، د ایراني پلاوي مشر تایید کړه چې د ۱۴۰۲-۱۴۰۳ اوبیز کال په ترڅ کې يې د هلمند له سینده ډېره حقابه تامین شوې او هیله‌من دی چې د روان کال تر پایه نورې اوبه هم ورشي.

متقي له ایران سره اړیکې دوستانه او نږدې وګڼلې او ټینګار یې وکړ چې د اوبو د شتون په صورت کې هڅه کوي دغه هېواد ته د هلمند سیند کافي اندازه اوبه ورشي.

هغه زیاته کړې، د کجکي بند شاوخوا ۷۰ کاله مخکې جوړ شوی چې په تېرو ۴۵ کلونو کې د حکومتونو نه پاملرنې له امله رسوباتو د بند شاوخوا نیمايي کاسه راډکه کړې، هیله ده ایرانی لوری دغه حقایق په نظر کې ونیسي.

متقي دغه راز څرګنده کړه، د اسلامي امارت پالیسي دا ده چې اوبه ضایع نه شي او د هلمند سیند کې د افغانستان د نیمروز او د ایران د سیستان خلکو ته اوبه ورسېږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.