Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

اروزګان کې یو شمېر ځوانانو ته د «فکري ویښتیا» په نوم یو ورځنی سیمینار جوړ شو

ترینکوټ (پژواک، ۳ زمری ۱۴۰۳): د اروزګان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري یو شمېر ځوانانو ته چې ځايي مسوولین، دیني عالمان او د پوهنتون استادان په‌کې شامل وو، د «فکري ویښتیا» په نوم یو ورځنی سیمینار جوړ شوی دی.

د اروزګان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري نن په دغه ولایت کې یو شمېر ځوانانو ته چې ځايي مسوولین، دیني عالمان او د پوهنتون استادان په‌کې شامل وو، د «فکري ویښتیا» په نوم یو ورځنی سیمینار جوړ شو.

د یاد ریاست رییس قاري اغاولي قریشي وویل، د ټولنې ځوان نسل د فکري سمون برخه کې لوی مسوولیت لري.

هغه زیاته کړه، تېرو شلو کلونو کې بېلابېلو ډلو د افغانانو ترمنځ د بې‌اتفاقۍ تخم د شیندلو ترڅنګ، منفي لوري ته پر فزیکي او فکري جوړښت هم کار کړی دی.

قریشي د ننني سیمینار موخه د ځوانانو ترمنځ د یووالي او فکري ویښتیا رامنځته کول یاد کړل.

نوموړي له ګډونوالو وغوښتل چې وېښ واوسي او چا ته اجازه ورنه‌کړي چې د دوی ترمنځ نفاق ته لمن ووهي او دغه راز یې ډاډ ورکړ چې دا ډول سیمینارونه به هم ډېر کړي.

یاد سیمینار کې د دغه ولایت د امر بالمعروف ریاست مرستیال مولوي محمدنعیم رباني وویل، ځوانان باید د اسلامي او شرعي احکامو په رسولو کې مرسته وکړي او هغه کسان چې په ټولنه کې پر ناوړه اعمالو اخته وي، را وګرځوي.

ورته مهال، یو شمېر ځوانان هم دغه ډول سیمینارونه مهم بولي او د دوام غوښتنه یې کوي.

د اروزګان پوهنتون یوه محصل او د یاد سیمینار ګډون‌وال بریالي وویل، ننني سیمینار کې د اسلامي نظام، شته امن او یووالي اړوند مهمې ویناوې وړاندې شوې.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.