Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د پاکستان له خوا تورخم دروازه د اي‌ټي‌اې ويزه‌لرونکو افغانانو پر مخ وتړل شوه

جلال‌اباد (پژواک، ۳ زمری ۱۴۰۳): د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، د پاکستان له خوا تورخم دروازه د اي‌ټي‌اې (ETA) ویزه‌لرونکو افغانانو پرمخ وتړل شوه.

د ننګرهار ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د اطلاعاتو امر مولوي صدیق‌الله قریشي پژواک خبري اژانس ته وويل، پاکستاني لوري نن چهارشنبه د پلي افغانانو پرمخ د تورخم دروازه تړلې ده.

هغه زياته کړه چې پاکستاني عسکر هیڅ ویزه‌لرونکي افغان ته اجازه نه ورکوي چې د تورخم پر دروازه هغې غاړې ته لاړ شي.

دی وايي چې پاکستاني لوري د دغه کار علت تر اوسه نه دی په ډاګه کړی.

خو بلخوا د ننګرهار ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند حافظ عبدالبصیر زابلي پژواک ته وويل چې پاکستاني لوري د تورخم دروازه د هغه کسانو پر مخ تړلې چې د ناروغانو ETA په نوم ویزې يې درلودې.

هغه زیاته کړه، د نورو عادي ویزو‌ لرونکو او سوداګریزو موټرو د تګ راتګ پر مخ دروازه خلاص ده.

د یادونې ده چې ETA ویزه پاکستان په انلاین ډول ناروغانو ته ورکوي او بیا په خپلو سرحدونو کې د اړوندو اسنادو په درلودو د قانوني تګ اجازه ورکوي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.