کابل (پژواک، ۳ زمری ۱۴۰۳): د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وایي، له سعودي عربستانه هېواد ته د حاجیانو د بېرته راستنېدو لړۍ پای ته ورسېده او زیاتوي چې د حج مراسمو کې ۲۷ افغان حاجیان مړه شوي دي.
سږ کال ۳۰ زره کسانو له افغانستانه د حج مراسمو کې ګډون کړی و او سعودي عربستان ته د حاجیانو لېږد رالېږد د دوو هوايي شرکتونو (اریانا افغان او کام ایر) له لوري ترسره شو.
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست دوکتور نورمحمد ثاقب تېره ورځ په دې اړه جوړه شوې غونډه کې ویلي چې ټول افغان حاجیان په ۹۴ الوتنو کې هېواد ته راستانه شوي دي.
هغه زیاته کړې، سږ کال د افغانستان د حاجيانو مرګژوبله د تېرو کلونو په پرتله او دغه راز د نورو هېوادونو په مقایسه ډېره کمه وه.
د نوموړي په خبره، سږ کال ۲۷ حاجيان په مکه مکرمه او مدينه منوره کې د بېلابېلو پېښو له امله وفات شوي دي.
د ده د معلوماتو له مخې، له دې ډلې دوه کسن په ترافیکي پېښه، یو د ډېرې ګرمۍ له امله او پاتې نور د ناروغیو له امله وفات شوي دي.
د سعودي عربستان د روغتیا وزیر ویلي، سږ کال د حج مراسمو کې د تودوخې درجه تر ۵۱ سانتيګراد لوړه وه او په دغو مراسمو کې ټول څه باندې ۱۳۰۰ حاجیان مړه شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP