Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پکتیا کې ۲۱۲ رغنیزې پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

ګردېز (پژواک، ۴ زمری ۱۴۰۳): پکتیا کې مسوولین وايي چې د دغه ولایت په مرکز ګردېز کې ۲۱۲ رغنیزې پروژې د ۲۹۴ میلیون افغانیو په لګښت بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د پکتیا د کلیو پراختیا او بیارغونې رييس میرزاجان په دې اړه جوړې شوې غونډې ته وویل چې د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو دفتر (UNOPS) په مالي ملاتړ د مرکز ګردېز په ۱۸۱ کلیو کې ۲۱۲ رغنیزې پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

هغه زیاتوي چې پر یادو پروژو ۲۹۴ میلیون افغانۍ لګښت راغلی او چارې یې د پرمختګ موسسې له لوري ترسره شوې دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، په دغو پروژو کې د پلګوټو، کانالونو، استنادي او محافظوي دېوالونو جوړول، په کليوالي سړکونو جغل‌اچونه، د کارېزونو پاکول او بې‌سرپرسته کورنيو ته د خوراکي توکو وېشل شامل دي.

دغه راز، په یاده غونډه کې د کلیو پراختیا او بیارغونې سرپرست وزیر مولوي محمدیونس اخندزاده له مرستندویه موسسو غوښتنه وکړه چې د کوچنیو پروژو پر ځای دې لویې بنسټیزې پروژې پلې کړي.

د پکتيا د اقتصاد ریيس مولوي انور راشد بيا پر موسسو ټینګار وکړ چې خلکو ته په ولسوالیو کې رغنیزې او پراختیايي پروژې پلې کړي.

ورته مهال، خلک هم د یادو پروژو بشپړېدو ته خوښ دي.

په پکتیا کې یوه قومي مشر احمدګل وویل چې د یادو پروژو په بشپړېدو تر ډېره د خلکو ستونزې حل شوې او ورته خوښ دي.

هغه له اړوندو ادارو غوښتنه وکړه چې د ځمکې لاندې اوبو سطحې ساتلو لپاره دې هم ځینې پروژې عملي کړي.

د پکتیا حکومتي مسوولینو د معلوماتو له مخې، یادې پروژې د اتو میاشتو په موده کې بشپړې شوې چې په ترڅ یې زرګونو کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.