ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هېواد په ۱۲ بندرونو کې د الکټرونیکي سکنرونو نصبولو قرارداد لاسلیک شو

د هېواد په ۱۲ بندرونو کې د الکټرونیکي سکنرونو نصبولو قرارداد لاسلیک شو

author avatar
27 Jul 2024 - 14:56
د هېواد په ۱۲ بندرونو کې د الکټرونیکي سکنرونو نصبولو قرارداد لاسلیک شو
author avatar
27 Jul 2024 - 14:56

کابل (پژواک، ۶ زمری ۱۴۰۳): د مالیې وزارت او خصوصي سکټور ترمنځ د هېواد په ۱۲ بندرونو کې د ۸ میلیارد افغانیو په ارزښت د الکټرونیکي سکنرونو د نصبولو قرارداد لاسلیک شو.

د دغه قرارداد د لاسلیکېدو مراسم نن د ریاست‌الوزرا‌ء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر، د چارو عمومي ادارې رییس شیخ نورالحق انور او د اسلامي امارت د نورو چارواکو په حضور کې د حکومت د رسنیو او اطلاعاتو په مرکز کې ترسره شول.

د چارو عمومي ادارې د اسانتیاوو او پانګونې رییس انجنیر مولوي احمدضیا خالد وایي چې د هېواد په ۱۲ ګمرکي بندرونو لکه تورخم، حیرتان، شېرخان، سپین‌بولدک، اسلام‌کلا، تورغونډۍ، نیمروز، خوست، پکتیا، اقینې او ابونصر فراهي کې به د صادراتي او وارداتي محصولاتو سکن، د امنیت تامین او د نشه‌یي توکو د قاچاق مخنیوي په موخه ۳۳ سکنرونه نصب شي.

هغه وویل چې په دې پروژه کې ۱۱۳ میلیونه او ۳۰۰ زره ډالر چې له ۸ میلیارد افغانیو سره برابرې دي، پانګونه شوې او د هغو کارونه به په دوو کلونو کې بشپړ شي.

نوموړي وویل چې دا پروژه د ۱۳ کلونو لپاره خصوصي سکټور ته سپارل شوې چې په مستقیم ډول به ۳۸،۵ میلیارد افغانۍ حکومت ته ورکوي او په مستقیم او غیرمستقیم ډول به دوه زره کسانو د کار زمینه برابره شي.

هغه وویل چې له څو کلونو راهیسې د معیاري سکنرونو نشتوالي له امله د افغانستان د ګمرکونو خدمات په سم ډول نه دي ترسره شوي، د دې پروژې په پیلېدو سره به د ټولو بندرونو په عایداتو کې رونټا رامنځته شي او له بلې خوا به ګمرکي بندرونه پر نړۍوالو او ملي معیارونو برابر شي.

ورته وخت کې، د مالیې وزارت د پالیسۍ معین انجنیر سلطان دې ناسته کې وویل، د دغو ماشینونو ګټه دا ده چې د سوداګرو د صادراتو او وارداتو چارې به په سمه توګه ترسره کېږي.

نوموړي زیاته کړه چې په ګمرکي بندرونو کې د معیاري سکنرونو نصبول یوه مهمه پروژه ده چې هېواد ته د قاچاقي توکو د صادراتو او وارداتو مخه نیسي.

د هغه په خبره، د اسلامي امارت په بیا واکمنېدو سره د هېواد په بندرونو کې تلې هم برقي شوې او د هېواد په ټولو مستوفیتونو او بندرونو کې چې کوم مالیات لاسته راځي، په شفاف ډول به وي.

بلخوا، «د زبیر مصور خصوصي شرکت» رییس نجم‌الدین سیاس هم دا یوه ملي پروژه وبلله.

هغه وویل چې د هېواد په ګمرکونو د سکنرونو نصبول د افغانستان په تاریخ کې له هغو پروژو دي چې په لومړي ځل د خصوصي سکټور له خوا تطیبقېږي.

د هغه په خبره، د دې پروژې په پیلېدو سره عایدات ډېرېږي او ګمرکونه هم معیاري کېږي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.