زرنج (پژواک، ۶ زمری ۱۴۰۳): نیمروز کې یوه امنیتي سرچینه وايي چې د دغه ولایت د چهاربرجک ولسوالۍ په سرحدي سیمه کې ایران هېواد ته د ۴۰۰ څارویو د قاچاق مخه نیول شوې ده.
د نیمروز د چهاربرجک ولسوالۍ امنیه قوماندان مولوي احمدسعید پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن (شنبه، د زمري ۶مه) امنیتي ځوانو د دې ولسوالۍ په سرحدي ساحه کې ایران ته د وزو په ګډون د ۴۰۰ پسونو د قاچاق مخه نیولې ده.
هغه زیاته کړه چې د پېښې په تړاو دوه کسان نیول شوي دي.
Views: 5
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP