کابل (پژواک، ۶ زمری ۱۴۰۳): تېره اونۍ اسټرالیا وویل چې افغانستان کې د جنګي جنایتونو د قربانیانو کورنیو ته غرامت ورکوي، د بشري حقونو د څار سازمان افغانستان کې پر ښځو د لګول شوو محدودیتونو د لرې کېدو غوښتنه وکړه او د کار ملي کنفرانس کې ۱.۴ میلیون کسانو ته د کارموندنې ژمنه وشوه.
د تېرې اونۍ مهم خبرونه:
- کابل کې د روسیې سفیر: کېدای شي روسیه په افغانستان کې نورې قونسلګرۍ پرانیزي.
- مولوي عبدالکبیر له ا.ا سره د تعامل برخه کې د چین او روسیې له دریځه هرکلی وکړ.
- د بشري حقونو د څار سازمان: ا.ا دې پر ښځو لګول شوي محدودیتونه لرې کړي.
- اصف درانی: ا.ا دې د ټيټيپي پر وړاندې ګامونه پورته کړي.
- فطرت: له افغانستانه پاکستان ته ګواښ نشته.
- اسټرالیا افغانستان کې د جنګي جنایتونو د قربانیانو کورنیو ته غرامت ورکوي.
- د کار ملي کنفرانس کې ۱.۴ میلیون کسانو ته د کارموندنې ژمنه.
مرګژوبله:
تېره اونۍ په افغانستان کې په بېلابېلو پېښو کې ۱۲ کسان وژل شوي او ۱۱ نور ټپيان وو.
ځايي چارواکي وايي، پروان کې د زړو اوسپنو یوه سرای کې چاودنې دوه تنه وژلي او شپږ نور یې ټپیان کړي دي، کونړ کې د هاوان زړې مرمۍ چاودنې یو ماشوم وژلی، یوه ښځه او درې ماشومان یې ټپیان کړي، غزني کې هم د یوې پخوانۍ زړې مرمۍ چاودنې یو هلک وژلی او کندهار کې د یوې ښځې مړی موندل شوی دی.
چارواکي وايي، ناپېژانده کسانو فاریاب کې درې کسان وژلي او یو بل يې ټپي کړی، اروزګان او فاریاب کې دوه کسان د چاقو په ګوزارونو وژل شوي او غزني کې د ښکاري ټوپک په سهوي ډز یو ماشوم ژوند بایللی.
یادونه: د مرګژوبلې یادې شمېرې پژواک ته د رسېدلو راپورونو له مخې ښودل شوې، خو کېدای شي د ځینو پېښو په اړه یې راپورونه نه وي ترلاسه کړي او یا سرچینو د مرګژوبلې کره شمېرې نه وي ښودلې.
د سرچينو د معلوماتو له مخې، وړمه اونۍ په افغانستان کې په بېلابېلو پېښو کې اته کسان وژل شوي او ۱۵ نور ټپيان وو.
دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د ۱۴۰۰ کال د زمري میاشتې له بدلون مخکې د جنایي پېښو ترڅنګ په جګړو کې هره اونۍ سلګونو ملکي وګړو او د ښکېلو غاړو کسانو ته مرګژوبله اوښته.
ا.ا سره تعامل ته نږدې کېدل
تېره اونۍ په افغانستان کې د روسیې سفیر دیمیتري ژیرنوف وویل چې مسکو به د افغانستان اوسني سرپرست حکومت د رسمیت پېژندنې او د ممنوعه ډلو له نوملړه د «طالبانو» د حذفولو په موضوع کې پر خپلو ګټو متمرکز وي.
دغه راز، هغه د جزییاتو له ورکولو پرته ویلي چې ممکن روسیه په افغانستان کې نورې قونسلګرۍ پرانیزي.
هغه ویلي چې د افغانستان اوسنۍ حکومت یې د ترهګرۍ ضد جګړه کې کلک ملګری دی.
د افغانستان د ریاستالوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر له کابل سره د تعامل لپاره د چین او روسیې له دریځه هرکلی کړی، وايي چې له ا.ا سره مثبت تعامل به په سیمه او نړۍ کې د ثبات او امنیت لامل شي.
د تېرې اونۍ بل خبر دا دی چې د ترکمنستان د بهرنيو چارو وزارت، فضلمحمد صابر په دغه هېواد کې د افغانستان د شارژدافير په توګه ومانه.
بشري حقونه او «مالیاتو ته د افغانستان لاسرسي» په نوم د پروژې پیل
د بشري حقونو د څار سازمان یو ځل بیا په داسې حال کې په افغانستان کې پر ښځو د لګول شوو محدودیتونو لرې کېدو غوښتنه کړې چې ا.ا په وار وار ویلي، په هېواد کې د شریعت په چوکاټ کې د ټولو حقونه خوندي دي.
سرچینه زیاتوي، اوسمهال په افغانستان کې میلیونونه ښځې او نجونې د زدهکړو او لوبو کولو له حقونو محرومې دي.
افغان چارواکو ویلي، له شپږم ټولګي پورته د نجونو زدهکړې په موقت ډول ځنډول شوې او د شرایطو په برابرېدو به بېرته اجازه ورکړل شي.
د یو بل خبر له مخې، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې روزا اتونبایوا ویلي، ښځې د ټولو هغو فعالیتونو نه بېلېدونکې برخه ده چې یاد سازمان یې ترسره کوي.
اتونبایوا چې د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام له لوري د «اسلامي مالياتو اونۍ» جوړ شوي پروګرام کې یې خبرې کولې، ویلي، دوی په مالي او اقتصادي برخو کې د ښځو مانالرونکي ګډون د ودې لپاره کار کوي.
د اسلامي مالیاتو اونۍ د روانې زمري میاشتې په لومړۍ نېټه کابل کې د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام له لوري پیل شوې چې پهکې د ملګرو ملتونو نورو ادارو، نړۍوالو بنسټونو، سفارتخونو او د هېواد خصوصي سکټور استازو ګډون کړی دی.
د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام لیکلي، دوی په ۲۰۲۴ کال کې «مالیاتو ته د افغانستان لاسرسي» په نوم پروژه پیل کړې چې موخې یې د اسلامي بانکولۍ ملاتړ او مالیاتو ته د ښځو لاسرسی یادې شوې دي.
دا پروژه داسې مهال پیلېږي چې افغانستان لا هم له بانکي بندیزونو او د پانګو له کنګل سره مخ دی چې باور کېږي هېواد کې یې د پراختیایي پروژو د پلي کېدو مخه ډب کړې ده.
د پاکستان ادعا او د کابل غبرګون
تېره اونۍ، د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصفعلي دراني له اسلامي امارته وغوښتل چې د ټيټيپي پر وړاندې ګامونه پورته کړي.
هغه ادعا کړې چې «ترهګري» له افغانستانه سرچینه اخلي او دا مسئله د ټولو هېوادونو په ځانګړې توګه، د ګاونډيو هېوادونو لپاره اندېښمنوونکې ده.
خو د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمیدالله فطرت په دې اړه ویلي: «افغانستان اوسمهال امن دی او له افغانستانه هیڅ هېواد ته ګواښ نشته. او دغه راز افغانستان کې هیڅ ډلې ته د فعالیت اجازه نه ورکول کېږي.»
اسټرالیا افغانستان کې د جنګي جنایتونو د قربانیانو کورنیو ته غرامت ورکوي
د اسټرالیا دولت د هغو افغانانو کورنیو ته د غرامت ورکولو څرنګوالی څرګند کړ چې د دغه هېواد د ځواکونو له لوري افغانستان کې وژل شوي او یا زیانمن شوي دي.
د راپورونو له مخې، د ۲۰۰۵ او ۲۰۱۶ کلونو ترمنځ په افغانستان کې د اسټرالیایي ځواکونو له لوري لږ تر لږه ۳۹ بېګناه ملکي وګړي وژل شوي دي.
د کار ملي کنفرانس
تېره اونۍ د کار ملي کنفرانس په پای کې د ۱۵ دولتي ادارو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې هوکړهلیکونه لاسلیک شول او ژمنې وشوې چې راتلونکو پنځو کلونو کې به څه باندې ۱.۴ میلیون کسانو ته په مستقیم او غیرمستقیم ډول کاري فرصتونه برابر شي.
Views: 19
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP